غزل
درده ته دوا شه درمان مه غواړه
مینې ته رسوا شه ارمان مه غواړه
شعره د الهام په توپانونو کې
جوړ شه یو غزل خو جانان مه غواړه
عشقه د جنون په سرحدونو کې
ورک شه له خپل ځانه ایمان مه غواړه
وسیزه د زړه غوښې مې وسیزه
اوره دې لمبو ته جلان مه غواړه
نن چې رحیمه شمیري د اوښکو پل
نورې د وصاله هجران مه غواړه
03.04.2012
- اريوب
: ليکوال:محمديونس تنويرپه هينداروکې جلان ...
09.04.2012
- اريوب
غزل :
شاعره : رحیمه پشتونجار
څه په سرو نارو شوم چې بې تا شومـهځان ته په سلګو شوم چې بې تا شومهپرخې مې بڼــو کې سرې لمبې شـولېسر په شوګیرو شوم چې بې تا شـومهورک مې کړلو ځـــــان د غم هنداره کېشمیر په لیونو شــوم چې بې تا شومهسوزی دې ارمـــــــان ګوره د زړه به کورپټه په لمبو شـــــــوم چې بې تا شومهښخــــــه کړم مرګي د بیلتون غیږه کېمخ په ورکیــــدو شوم چې بې تا شومه...