غزل
نــه مـحلـونـه نــه دونـــيـا غـــواړى
زړه رانـه تـا غـواړى يـو تـا غواړى
راز به ښکاره هسى نه چيغى وکـړم
سـتا جـدايى خوشى صحرا غـواړى
د زړه پــه ويـنـو بـه يـى ولـيـکمــه
زمـا سـنــدرى کـــه اشنــا غــواړى
زړه مى ملدار دى دونيا نه خوښه وى
پـکـت پـيـنځه وختـه دوعـا غــواړى
تــوره تـيـاره ده مـخ دى مـه پـټـوه
د هــجر شــپه لــږه راڼــه غــواړى
سيـلابـه زړه يى له تا نه صـبريږى
هـغـه جـينى دى يـو ځـل بيا غـواړى
سيلاب؛خوستى
خوست
01.09.2011
- اريوب
د اخترماښام محمد رفیق عزت داد روژې وو یو ورستی مازدیګرډک له خوښیو وو زیړی مازدیګرپیغلو نکریزو نه جامونه ډک کړلد ماشومانو ګلالی مازدیګرماښام ملا یو څو خبري وکړېڅه یی وړي خو څو یی ستري وکړيسبا کمکی اختر خو غټه ورځ دهدې کلیوالو تي شکري وکړينور مو له زړونو نه کینه وباسئله بدوبدو نه توبه وباسئسهاراختر دی یو بل غیږکی ټینګ کړئله خپلو شتو نه سرسایه وباسئدي ماخوستن یی څه مزې لرلي...
25.09.2011
- اريوب
غزل
ګلاب ځوانې دې روغه غواړمه له ربه اشنا
په غرو رغو دې شي د ستا د وجود تبه اشنا
ما درته وې چې سپيلنى لوګي کوه هسې نه
په بلا واوړې د خپل حسن له سببه اشنا
...
خداى دې دستا سيورى زما له سره نه کموي
خداى مې دې وساتي ددې اور له غضبه اشنا
په بې ديدنه زمانې کې مې اوس داسې ګڼه
لکه په وچو ريګو ساه وزي له کبه اشنا
تا د جلان په روح روان کې ځان ته کورجوړکړى...