دا د قانون حکم دى
د جيل د ځمکې تل کې
يوه تياره يوه کوچنۍ کوټه ده
داسې تياره
چې د لمر څرک په کال کې هم نه ويني
دومره وړه
چې پکې پښې هم پوره نه غزيږي
مخ ته يې تورې زنګ وهلې دروازې پسې
يو غټ کلف پروت
په دې کوټه کې ننه
يوه ببر سرې يوه خيرنه ښځه
يوه بدمرغه ديرش کلنه ښځه
کالونه کيږي چې دخپل بد ناملوم سرنوشت
په خاطر شپې تيروي
خدايزده په کوم جرم په کومې ګناه؟
د ژوند شيبې دوخت په زهرو کې ترخي تيروي
دا د قانون حکم دى
چې ده به دلته اوسي
خو قانون دا نه ګوري
چې ددې ښځې دوې پيغلوکې
او بې پلاره لوڼه
له روڼ سهاره ترماښامه پورې
د ښار واټونو کې خيرات غواړي
او کله نه کله شي مجبورې په دې
چې د ناولو لنډغرو د هوس په وړاندې
خپله حيا اوخپل بدن قربان کړي
دا د قانون حکم دى
قانون په هغې ديرش کلنې ښځې
او دهغې په غبرګو لوڼو باندې ښه پلى دى
خو د زورواکو لنډغرو مخ کې
قانون سجده د غلامۍ لګوي