پرس كلپ كه په پكتيا كې د درباري ژوناليزم مركز
له پخوا نه ان له هغه وخته چې ماشوم وم نو د ژوناليزم سره مې مينه وه ، خوچې لږ را لوى شوم او په څه پوه شوم نو په دې باور شوم چې ژورناليزم يو بې پرې او مقدس مسلك دى نو له دې امله مې له دې مسلك سره نوره هم مينه ډيره شوه .او بلا اخيره مې په همدې برخه كې كار پيل كړ. ما له پيله تر اوسه داسې فكر كړى چې ژورناليزم د هيچا په خدمت كې نه دى خو د ټولو په خدمت كې دى ، د هيچا په خدمت كې ددې د پاره نه دى چې يو ژورناليست بايد د خپل رپوټ د جوړولو په وخت دا په پام كې ونه نيسي چې څوك څوك دى؟ او زما ورسره څه اړيكه ده ؟ يانې بايد ناپيلى او بې پرې ووسي او د هيڅ ډول اړيكې او هيڅ ډول احساساتو د تاثير لاندې رانه شي . او د ټولو په خدمت كې ددې پاره دى چې كه خبريال له كوم جنايت څخه پرده پورته كوي نو ګټه يې د ټولنې ټولو وګړو ته رسيږي . خو اوس چې كله د يو شمير ژورناليستانو كړونو او په اړه يې د ټولنې نظر ته ګورم كله كله پښيمانه شم چې ما ولي ددې مسلك سره مينه درلوده او ولي مې په دې برخه كې كار پيل كړ. خبره نه اوږدوم او اصلي موضوع ته راځم هغه دا چې په دې ورستيو كې په پكتيا ولايت كې د پرس كلپ په نوم يو مركز جوړ شوى دى او د څو محدودو رسنيو خبريالان پكښې راټول شوي او چارې يې پر مخ بيايي ، دا چې دوى دا چارې څه ډول پر مخ بيايي پر دې به ورسته خبرې وكړو خو په پيل كې به راشو دې خبرې ته چې دا مركز څنګه ، د چا له خوا او په څه ډول جوړ شو . اصل خبره خو دلته ورانه ده چې زمونږ يو شمير دولتي چارواكي داسې فكر كوي چې كه په رسنيو كې يې نوم ډير خپور شي نو د دندې د بقا لامل به يې شي خو ستونزه دلته چې دا چارواكي په دې نه پوهيږې كه رسنۍ د چا دندې ته بقا وركولاى شي همدا رسنۍ كولاى شي د يو چا دنده له ستونزو سره هم مخ كړي. خير په هر صورت په پكتيا كې هم همدا ډول ستونزه تر سترګو كيږي نو د همدې له امله دا د پرس كلپ په نوم مركز جوړ شو. د پكتيا ولايتي ادارې په دې نوم چې په دغه ولايت كې يې له ژورناليستانواو فرهنګيانو سره مرسته كړې يو اندازه امكانات سره راټول كړل او په دې امكاتانو كې د يو دفتر نيول ، د انټرنيټ اسانتيا ميز او چوكۍ او داسې نور وو چې د څو محدودو رسنيو د خبريالانو په واك كې يې وركړل او له همدې ځايه وو چې پرس كلپ را مينځ ته شو ، بايد ووايم چې د پكتيا ولايت سيمه ايزو چارواكو شايد دا كار د ښه نيت له مخې كړې وي خو ښه به دا وه چې كه يې دا مرسته كوله نو په پكتيا كې يې دې د ژورناليستانو له ټولنې سره كړې واى پداسې حال كې چې په دې ټولنه كې د پكتيا ټول ژورناليستان غړيتوب لري خو له بده مرغه دا ټولنه تر اوسه دفتر هم نه لري . كه څه هم چې د ولايت مقام ورسره د دفتر ژمنه كړي خو تراوسه نه ده پوره شوې . مګر اوس چې ولايتي ادارې دا مرسته د يو څو محدودو رسينو له خبريالانو سره كړې نو له دې امله د خلكو په ذهنونو كې داسې انګيرنې راوګرځيدې چې ګواكې د پكتيا ولايتي اداره د درباري خبريالانو ديو مركز دجوړ وولو كوښښ كوي تر څو خبريالان ځان ته ژمن كړي نه د ژورناليزم ريښتني رسالت ته . زه يوازې په دې برخه كې دومره غوښتنه د پكتيا له سيمه ايزو چارواكو لرم چې دوى كه په دې برخه كې هر نيت درلودو خو مرسته بايد له هغه چا سره شوى واى چې له يوې خوايي مستحق واى او له بلې خوا يې ګټه ټولو ته رسيدلې واى . او كه په دې برخه كې د پكتيا چارواكي لږ غور وكړي نو ډيره به ښه وي . اوس به راشو دې خبرې ته چې په دې كلپ كې چارې څه ډول پر مخ ځي او څومره د ژوناليزم رسالت ته ژمن خبريالان پكښې راټول شوي دي . دا د منلو وړ خبره ده چې پكيتا د نورو ولايتونو په پرتله د بيارغونې په برخه كې ډيره ورسته پاتې ده خو لامل به يې هم دا وي چې په دې ولايت كې تر اوسه چا كوښښ نه دى كړې چې بيا رغونه له ځان څخه پيل كړي اول خپل افكار ورغوي او هر څه ته د ګټې يا تاوان په سترګه ونه ويني ځكه ټولې چارې او دندې يوازې د پيسو د ګټلو د پاره نه بلكې د پيسو د ګټې تر څنګ رسالت او مسوليت هم لري . مګر د ډير افسوس ځاى دى چې په پكتيا كې نور لا پريږده چې يو شمير ژورناليستانو هم دا ارزښت له پامه غورځولى دى . هغه ددې له امله كه يو څوك د چا په امكاناتو كار كوي نو دا معلومه ده چې د امكاناتو وركونكي ته كار كوي او هيڅ كله هم د امكاناتو د وركونكي منفي كړنې نه شي څرګندولاى ددې پاره چې كه داسې وكړي نو بيا به دا امكانات له كومه كيږي . نو همدا لامل دى چې ورو ورو ژوناليزم په پكتيا كې درباري شو او خبريال ته هم د يو درباري شاعر په سترګه كتل كيږي .او دا كار هم د پكتيا د ولايتي ادارې په مرسته د جوړ شوي د پكتيا پرس كلپ له بركته شوى دى ، يوه بله خبره را ياده شوه هغه دا چې وړاندې به مو دا اوريدلي وي چې په دولتي ادارو كې رشوت اخيستل كيږي مګر دا به مو نه وي اوريدلي چې يو خبريال د خبر د جوړولو او خپرولو په بدل كې رشوت اخلي مګر ما د پكتيا د پرس كلپ يو شمير خبريالان ليدلي دي چې دا نيك كار يې هم تر سره كړي دى. دا چې دا ډول كړني به څومره تر سره شوي وي زه نه يم خبر خو يوه بيلګه يې ما په خپلو سترګو ليدلې تاسو ته يې وايم . كيسه داسې وه ، كله چې د ولسي جرګي د ټاكنو پايلې اعلان شوې نو په پكتيا كې د يو شمير متعرضو نوماندانو له خوا چې ځينې يې د پكيتا د خلكو په استازي توب د ولسې جرګې ټاكنو ته ولاړ وو او ځينې يې د كابل نوماندان وو يوه اعتراضيه غونډه جوړه شوه په دې غونډه كې د ډيرو پكتياوالو تر څنګ ما هم برخه درلوده خو د يو برخه وال په حيث نه د يو ژورنالست په صفت او د معمول په ډول د يو شمير رسنيو خبريالان هم پكښې وو د غونډې په پاى كې د غونډې يو تن جوړونكي چې د نوم له اخيستو به يې ډډه وكړم ټول خبريالان را وغوښتل او د خبر د خپريدو غوښتنه يې وكړه چې په دې ژورناليستانو كې د همدې پرس كلپ اړوند ژورناليستان هم موجود وو چې د سر په ښورولو يې ورته د خبر د خپريدو ډاډ وركړ. خو جالبه دا وه چې همدى كس هر خبريال ته په ښكاره ډول سل سل امريكايي ډالر هم وركړل او په دې خبريالانو كې يو شمير د پيسو په ليدو داسې په رپيدو شول چې تا به ويل د جنت زيرى دې پرې كړى او ژر ژر يې دا پيسې خپلو جيبونو ته ورسولې خو يو شمير بيا د خلكو او د خپل رسالت نه وشرميدل او له اخيستو يې ډډه وكړه خو د ټينګار په صورت كې يې دا پيسې واخيستې . او په تلو تلو كې د غونډې جوړونكې په اختاريه ډول ورته وويل چې خبر بايد خپور شي .زما په نظرهغه پوره حق درلود چې همدا ډول ورسره خبرې وكړي ځكه چې پيسې يې وركړې وې . نو اوس پوښتنه دا ده كله چې يو خبريال د خبر په بدل كې پيسې واخلي نو ايا رستينى خبر يا رپوټ به جوړ كراى شي ؟ فكر كوم ددې پوښتنې ځواب نه دى .او زه خو وايم ددې تر څنګ چې حقيقت نه شي ويلاى بلكې په يو ټولنه كې يو مقدس مسلك هم بدناموي او ورسره هغه رسني چې دوى ورته كار كوي د هغې په حيثت هم تور داغ لګوي ، په هر صورت زما هيله له دې ژورنالستانو نه دا ده چې خپل مسلك ته دې درناوى وكړي د ټولنې پر وړاندې دې خپل مسوليت احساس كړي او كه دا كار نه كوي نو له خبريالۍ دې لاس واخلي او بله ګټه وټه دې پيل كړي، او همدا راز له چارواكو دا غوښتنه لرم چې تاسوته خو د ټولنې سترګي دې چې بلااخيره به په ادارو كې اصلاحات راولى د اداري فساد مخه به نيسئ خو چې كله تاسو له يوې رسنۍ نه د خپل نوم د خپريدو په بدل كې رشوت وركوئ نو په ادارو او ټولنه كې به اصلاحات څه ډول راولئ ؟ دا هم منم چې هر څوك د شهرت تږي دي مګر دومره بايد وپوهيږو چا چې ټولنې ته ريښتينې خدمت وكړ نو هغه به د ټولنې له خوا ستايل كيږي او كه خدمت ونه كړي نو يو څو درباري شاعران او څو درباري خبريالان ورته نيك نوم نه شي وركولاى . او په پاى كې د پكيتا له ولايتي ادارې نه غوښتنه كوم چې د پرس كلپ په نوم دې درباري خبريالى ته نوره پراختيا نه وركوي او ددې ولايت له فرهنګيانو او خبريالانو سره دې پرته له كوم مقصد او تمې يو ډول مرسته وكړي .