غزل
یولمس ته دنظر مې ضرورت لرې کنه
په مړو سترګو کې اوس هم شرارت لرې کنه
راوړي مې مچکو ته کاسو پسې کاسې دي
په تنګه خوله کې دومره سخاوت لرې کنه
تسپې خو درنه شیخه بریتور وشوکولې
اوس بل کوم یو معیار دعبادت لرې کنه
مونږ توی شو څاڅکې څاڅکې دباران غوندې اشنا
ته هم لا له ډک زړه نه شکایت لرې کنه
وږمه يې کړه را چوپ ، ورکړه اوږدو څڼو ته څنډ
څه دم دناروغانو دالفت لرې کنه
په اوښکو که دزړه دغم وینځل شو ناروا
(حسنه) دشرابواجازت لرې کنه
ډاکترحسن -لندن
30.04.2011
- اريوب
د ښکلا انداز یې مکمل بدل شيچې نظر یې د بڼو په څوکو شل شيچې مې خوښ شوې څه ګونا ده جلوه مخیه!مخ وراوړي چې تیاره کې څراغ بل شيستا په نه خپل ځان ته داسې شرمینده شوملکه څوک چي د اتڼ منځ کې دربل شيزغم زغم زغم خو اخر زغم هم په غم واوړيستړیا ډيره شي مخ پورته چې مزل شيکوم ځانګړی کمال نلرم د شعر خوچې د زړه درد مې راوسپړم غزل شيوښیاري همیشه ښه نه وي جلانه!کله کله سړی ښه وي چ...
03.05.2011
- اريوب
كله خو بہ پہ لاس راشي کنہ
کراچئ کښې مې د بېروزګارئ بالښت تہ ډډہ وھلې وہ، اخبار تہ مې مخ نيولے وو، او د......... ضرورت ھے.... کالم مې را پہ مخہ کړے وو خو د ځان جوګہ کار مې پکښې بيا نہ موند......آخير مې داشتھارونو يوہ بلہ صفحہ راواخستہ پہ يو خبر مې نظر ور ښخ شو ....ليکلي ئ وو چې ... د پښتو شعراء ادبي ټولنې انتخابات پہ فلانکي تاريخ اوشو .... د ټولنې صدر رضا خان ناتار ، جنرل سکتر عزيزالرحمان عزيز اوټاکلے شو، (تش) دفتر...