درنې غرمې
درنې غرمې
موږ مو پښتون سر بې شملې نه غواړو
جهاد بیا غواړو خو جګرې نه غواړو
چی مولوړ سر تر مرکنډۍ پري ټيټ شي
داسي په کور کي مو اډې نه غواړو
په نیمه شپه چي مو پر کور را اوړي
داسي میلمه نور موږ دلې نه غواړو
نن په کي پت مو بي تاله خرڅیږي
دا فیصلې داسي جرګې نه غواړو
لا په لوګي باندي سوځيږي او رڼا نه لري
نور د عرفان ډیوې مو مړې نه غواړو
درنې درنې شپې به تر څو وي پرموږ
درانه خوبونه د غرمې نه غواړو
17.04.2011
- اريوب
ګران افغانستان
نه فرهاديم،نه مجنون،نه ادم خان يم نه يوسف،نه فتح خان،نه مومن خان يم زه مين دچا په تورو سترګو نه يم خو په خپل وطن مين يمه،افغان يم دسروشنډو ،تورو زلفو عاشق نه يم زه عاشق مې په خپل،ګران افغانستان يم ځما ساه ده،ځمازړه دئ،ځماځان دی ځماوياړ،ځماضمير،ځماوجدان دی دامې مينه،داعزت،دامې غروردی دامې عقل،دامې سوچ،دامې ارمان دی له پلرو،نيکوراپاتې،په ميراث ده اوس مې برخه،دسپيڅلي ټينګ ا...
30.04.2011
- اريوب
یوبل ته پــــــه غصـه یو یاره زه اوتنهـــــــــایيپه تاپسې خفـــــــــــه یو یاره زه اوتنهـــــــــایيدستړي ژوند دمــــــــــــــه یو یاره زه اوتنهایيدیووجود جــــــــــــــــــامه یو یاره زه اوتنهایيپر تا باندې به څنــــــــګه چې تېرېږي زندګي تل س...