ا
اوده مار
اوړی و ګرمي وه غنم لو و ستړی ستړی وم
ستړی ومه تږی ومه تندې پسې واخیستم
لور مې د پټي پر پوله کیښوده روان شومه
څو پټیه پاس د باغ په منځ کې ویاله تیره وه
لار که څه هم لنډه وه خو تږی وم لار ډیره وه
ورغلم په ستړیو قدمو په اوبو پریوتم
پریوتمه پریوتمه پریوتم
تنده مې چې ښه اوبه اوبه شوله راپاڅیدم
لا مې سر د شنې ونې درنې سیوری ته یوړلو
سر ته مې بالښت ماته څنګله کړه
بس د ستړیا خوب مې په وجود ښخه منګوله کړه
لاړمه د خوب د جزیرو دنیا مې خپله کړه
لږ خوب و که ډیر و چې راویښ شومه
ګورم نیم ګزی تورکی مار مې په څنګل اوده
غونی مې راځیږ ،ویښته مې نیغ شول ،ویرې واخیستم
ورو ورو په لړزا لړزا مې مار له څنګل څڼد واهه
خیز مې کړو ډبره مې راوخیسته
ما ویل چې اوس به دې نو ماره چاره وکړمه
لاس کې مې ډبره چې پاخه ګذار ته سمه کړه
ناڅاپه مې زړه کې خدای د رحم بله شمعه کړه
ومې ویل و سړیه !ولې اوده مار وژنې؟
مار خو ته وژلی شې خو مار هم ته وژلی شوې
مه کوه سړیه د چا ښه په بدو مه لړه
ته چې د انسان په حیث په ځمکه د ژوند حق لرې
مار هم ستا څنګل باندې د څو شیبو خوب حق لري
کیمښوه ډبره وړې شګې مې راټولې کړې
ورو ورو مې په مار د شګو پیل وکړ
مار لکه په ګل ګذار راویښ شولو
وخوزیده شړپ اوبو ته ولویده
ښکته په ویاله کې نرۍ توره لیکه لاړله
ما هم په خوښۍ په عجبه مینه اودس وکړ
خدای ته مې سجده د شکرانې د لمانځه کیښوده
۱۸ مرغومی ۱۳۸۹
سیدجیلاني جلان ژوندون راډيو تلویزیون