غزل

غم به درکړي خو بیا غم د خپل غم نکړي
دغه خوی په خدای چې خوند د صنم نکړي

د ښکلا زور به دې زر اوبه شي ګوره!
په ګلپاڼو ډیر خوبونه شبنم نکړي

زمانه څومره ظالمه ده زړګیه!
وس یي رسي خو له قصده کرم نکړي

تر هغې به ځپل کیږي وژل کیږي
دا بې فکره پښتانه چې ځان سم نکړي

ستا په درد باندې د یار څه دي جلانه!
په لوړ ځای ودان کورونه خو زیم نکړي


۱۵ کب ۱۳۸۹
کابل ژوندون راډيو تلویزیون