غزل
ماته دآسمان د الفتونو مینه راکړه ته
ښکلې پاکیزه د ثوابونو مینه راکړه ته
هیره دې ملنګه د کچکول د سخاوته کړم
خیر دی ما ګدا ته د اجرونو مینه راکړه ته
نه چې یې سبا وي نه بیګا نه یې ماضی تیره
پاکه د ایمان د باورونو مینه راکړه ته
بزم ته دې ما نن بلینډې د اوښکو بلې دي
ماته دشاعر د غزلونو مینه راکړه ته
زه ساده نجلۍ وم ستا نغمو څپه څپه کړمه
ماته د ياغي سمندرونو مينه راکړه ته
ر پشتونجار
05.03.2011
- اريوب
غزل
لکه باران مې په زړه خوږ خوږ اوریدلې راغلېعمر دې ډیر دی همدا اوس مې یادولې راغلېپه هر نظرپه هرقدم کې ته وې ته وې ته وېنن مې کړۍ ورځ سترګو سترګو ته کیدلې راغلېزه ،خفګان،اوښکې ،شوګیر ټول به شوو راټول په شپه کې...
05.03.2011
- اريوب
ځکه ژاړم هره شیبه ځکه ژاړم زما یادیږي٠ښایسته متون زما کله هیریږي ٠دده نام سره می اوښکې ځې یارانو ٠هره شیپه می په سترګو کی غړیږي٠که لندن دی که فاریس ترې نه لوګې شه ۰په سپرلې کی لکه ګل داسې غواړیږيواړه خوست می په متون باندې ښایسته دی۰ زړه می ځکه پسی درد کوی خوږیږي ۰په کشمیر ختن به یی ګرد ځکه ورنه کړمچی خوستی دزړګې دزړګې سر په کی اوسیږي...