هغه
هاغه پورې شين بخونه غونډۍ ګورې!
چارچاپېره ترېنه شنې ونې ولاړې
هلته پروت زما ارمان زما جنت دی
بام د ميني ته د زړه ستنې ولاړې

چې د سرو شنو مرغکيو سيل پرې ګرځي
د خوږ لفظو اوازونو پرې اتڼ دی
پستور پرې له شينکي اسمانه اوري
د قدرت د رحمتونو پرې اتڼ دی

هغه شنه جنډه چې رپي نري باد ته
پرې ليکلې مې سپېڅلې کليمه ده
ها زما د خوږې مينې سر چينه ده
د ژوندون د تصويرونو اينه ده

هغه دوې شناختې او څلی چې ښکارېږي
په وړو وړو زرينو شګو رنګ دی.
چې د ژوند د وږمو ساز کې يې زه ساز کړم
ها، ګلاب هلته د مرګ کړۍ کې زنګ دی

رانه لاړه ته وا خوب كې مې ساه لاړه
د ژړا د غرونو سرته يې ياغي کړم
اوس چينه د يوې زرينې شاعرۍ شوم
د دردونو په سندرو يې غني کړم

د جمعې په شپه خو خامخا ورځمه
پاکه مينه يې په مينه مينه وايم
ایينې پرې د رڼو اوښکو کرمه
د ياسين په زمزمو يې خدای ته ستا يم.



د ۱۳۸۴ لمريز كال د سلواغې ۹
سيدجيلاني جلان د لوی اختر ورځ اريوب ځاځي خېرمېنه

يادونه : دغه نظم د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخسيتل شوى دى