د ګل پاڼې
نن يو ګل څېړمه
ملګرو دار نګې ګل
بلا ګلپاڼې لري
يوه ګلپاڼه نوراني
سپوږمۍ ده
د دې ګلپاڼې په سر تورې كرښې
يو سندريزه غوندې رنګ لري
نغمه نغمه ده
دوې ګلپاڼې يې دوزخ زېږوي
دوې ګلپاڼې يې جنت زېږوي
او دوې ګلپاڼې يې كوثر زېږوي
بله ګلپاڼه د ښايست غونډه كۍ
بله ګلپاڼه يې ملكه د ژوند
هم يوه بله ګرد كۍ ګلپاڼه
چې پر ټټر یې يو وړانګين تپى دى
خوا ته يې دوې ګلپاڼې نورې
اخ لكه د عشق جامونه
هم له دې ګله دوې ګلپاڼې ځوړند
په يوه رنګ دي خو ګلپاڼې جدا
لكه د لمر يوه طلايي وړانګه
چې په اوبو كې له هيندارې نه مچكې واخلي
سيدجيلاني جلان
يادونه :- دغه ازاد نظم د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى