وريته غنم


سلام سلام په ډېره مينه سلام
د نوي کال دې مبارک شه ګلې
د پسرلي په شان ته شين ټيکرى دې
په ګلورينو وړانګو ډک شه ګلې

زه چې سحر له خوبه پاڅيد مه
ما د لمانځه نه پس ياسين ولوسته
تا ته مې ډېرې دعاګانې وکړې
خوږو خوږو هيلو امين ولوسته

سږ کال خو کال په جم او جوش کې راغی
څنګه دي ستا د طبعيت ګلدرې؟
ژوند به دمينې ساز کې و نڅوي ؟
د خوږ نظر جنت جنت ګلدرې

نن فولکلوريک روايت وکاروه
نن دې دښې سترګې کجل بدل کړه
د زمانې په کږ ليچونو باندې
ښايست لمبه کړه ناز پر ګل بدل کړه

څڼې دې ځوانې اداګانې کوي
ښايي هنر دې په زړګي ژوند کوي
په سرو لاسو كې د غميو ګوتې
دا کليوال عادت دې ډېر خوند کوي

پام کوه ډېر د وخت له وږيو سترګو
په هر څپک څپک سپيره ورېږي
سپېلني ډېر دود کړه زيارت ته چې ځې
د چا پر چا ښه ځواني نه لورېږي

هو! رانه هېر وو دا په ډېره منه
يو څه مې تاته ليونۍ راوړي
د خړ څادر په خړه پيڅکه کې مې
وريته غنم درته ډالۍ راوړي

سيدجيلاني جلان
يادونه :- دغه نظم د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى