په اوبو کې رانجه
ته خو شاعره د طبعيت شاعره
ته له خپل ځانه ناخبره ولې؟
لکه رڼه هينداره
د مخ پر پاڼو دې سندرې قدرتي کښلې
لکه لونګ وي په نکريزو لانده
د يوې خوږې شاعرۍ بوی دې له ځوانۍ الوزي
ای ! د طبعيت شاعرې !
ته د ښايست لباس کې
ځانګړی سبک لرې
که خپه کېږې نه يو خواست کومه
د ځان په ګټه نه د ستا په ګټه
راشه کتاب د دې سندرو چاپ کړه
ګرانې پوهېږې کنه ؟
د ا شاعري خو د شاعر نه د عوام حق دی
کنجوسي مه کوه حق ورسوه
د زړونو ژبې ته خدمت وکوه
د ارمانونود لوستونکو سترګې
اوبه اوبه کړه تندې وتښتوه
.....
ای د طبعيت شاعرې!
ته پرې هيڅ څه له ځانه مه ورکوه
د چاپ مالي لګښت يې زه اخلمه
زه هم غريب يم چندان وس نلرم
خو دځوانۍ سيکې پريمانه لرم
څومره چې وړې درسره يويې سه خپل کار پرې وکړه
.....
ای د طبعيت شاعرې!
زه يوه پته درکړم
د وفاښار کې
د هيلو چم كې
او بيا په ښي اړخ کې د ميني په نوم
په کتاب ځای کې دې سندرې چاپ کړه
ګوره کمپوز يې نکړې
د مخ پر پاڼو دې سندرې فطرتي کمپوز دي
هم په کتاب د زمانې سريزه ونه ليکې
ځکه کتاب باندې سريزه اوس څوک نه خوښوي
خو
دغه يوه خبره ياده لره
چې د پښتۍ انځور يې
د يوې تازه شني زر غونې وکاږه
ځکه چې شنه زرغونه
په رنګارنګ لباس کې ډېر څه لري
د کتاب نوم دې کېږده
ګرانې !
اوبو کې رانجه .
سيدجيلاني جلان
يادونه :- دغه ازاد نظم د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى