غزل : شمعه شوګير
چې په تا شــولوکامياب زمـــــامکيزونه
بې بهـاشـــــــولو ناياب زمـــــــــامکيزونه

له يوچــــاخـــــــــــو به ارومرو زړه اخـــــلي
دغه سرې شــونډې ګلاب زمــا مکيزونه

ستاپـه برخه سړيتــوب زمـــــــامـکيزونه
ستا ځــــــواني اولاجــواب زمـامکيزونه

ته به کله په ښــــــه ورځ واوړې جــــــانانه
چې ترڅـووي داشبــاب زمـــــــاميکزونه

شمعې ته کـــــــه پـه رڼا باندې غرورکړې
څومره خوندکوي حجـاب زما ميکزونه