انځوريز ورغوي
ای ! راته وګوره په سترګو کې دې ستوري ژباړم
د لوی ښايست د خوږې ژبې نه څو توري ژباړم
د پسرلي خوږې سيلۍ ترې لوپټه جګه کړه
د يار د څڼو ماښاميز ماښاميز سيوري ژباړم
هلته څلور جهانه زور دليونۍ مينې دی
هغه دوه کوره د غونډۍ پر سر چې ګوري ژباړم
د کايناتو د ښکلا وو انځوريز ورغوي
د طبيعت په ايينو كې مې چې ښوري ژباړم
د درد پر سرو پاڼو چې کاږمه جلانه کرښې
ارماني ژوند په احساساتو له هر لوري ژباړم
سيدجيلاني جلان
يادونه :- دغه غزل دګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى
29.09.2010
- اريوب
ماته بنګړي وليږه
ماته بنګړي ولېږهزه شنه بنګړي غواړمهېو څه کې ژېړ نور په کې سره غواړمهماته بنګړي ولېږهچې ېې د شرنګ په نغموستا د بېلتون د تور سکون په تېارو د شېن سحر وړانګې را وځلېږيزه شنه بنګړي غواړمهماته بنګړي ولېږهماته بنګړي ولېږه...
29.09.2010
- اريوب
ډالۍ دا سندره په خوست كى ګرانه دوست ياسين شفق ته اوپه اوكرين كى كران مسافر يار غفور زي لكڼوال ته ډالۍ ده
د سترګو تور مى دى دځانه په ما ګران دىډير ښايسته زما جنان دىسترګې يي ښكلې دى بې شانه ښكلې دى ښكلې دهرچانه ځكه يي زړه وړې له مانهمخ يي هم ښكلې د ګلاب نه قدردان دىډير ښايسته زما جنان دىزما ليمه زما نظر دىدورځې شمس دشپې قمر دىځكه ز...