غزل : شمعه شوګير
پېغلـــــــوټي زړونه ‌ډبرينـــــــــــه صحرا
ګلـــــــونه مه کره په مينـــــــــــــــه صحرا

په دې اميـــــــــــــدکــــه بارانونــه وشي
کچيرې خدای کړه ګلـــــــورينه صحرا

راځـــه راځــــه يوبل تـه وخـــــــــاند ولږ
چې مو مزل ته شي رنګينــــــــه صحرا

بغيرلـه مينې تکـــــه سپينه پېغـــــــــله
لکه چې باد وي سپېره سپينـه صحرا

شمعــــــــه يې اوس هم په قبرونوژاړي*
مـړه يې نه شــــــــوله په وينــــــه صحرا
***
*ددښت ليلي شهيدانوته نغوته شوې