د قسمت بڅری

په حجرو باندې مئين يم پښتنو نه مې سر زار شه
زه د داسې وجود ساه يم د پښتو نه مې سر زار شه

عقله هـسې لېـونـی ئې ښايســتونو پسـې ګرځي
تل ښايسته زما وطن دی د شملو نه مې سر زار شه

وخته څله بغاوت کړي فکر اوس لا ښه سمسور شو
بيا پيغام د محـبـت کـې د خـوږو نـه مې سـر زار شه

چې د قام لپاره مړ شې مړ خو ندی تل ژوندی دی
چې انا مو د پښتو ده د جرګو نه مې سر زار شه

د جنون په ګونګه ژبـه د تاريخ لفـظونـه نــاڅــي
ژوند د حسن سمندر کې د څپو نه مې سر زار شه

د قسـمت ژونـدی بـڅـريه نـسـيم ستوری همـدا وائي
چې مئين څوک په پښتو وي د هغو نه مې سر زار شه