غزل
درد مې د فن جامې اغوستي غزل خوان دى
اوس مې زړه ديوه حسن ترجمان دى

ټول بدن يې دستم د كفر كور شو
يو ليمو كې يې نظر ناست مسلمان دى

په خوږو پستو كيسو كې زمونږ مرګ دى
اخ د سرو غشو باران زمونږ درمان دى

ديو چا مرګ كلى دارنګې خاموش كړ
ته به وايې چې يو چولى بيابان دى

لټوم دې د ګوتكيو په كوتو كې
ستا لاسو كې پرون ورك را نه ګريوان دى

اوسوو يې د زړه غټ منځ كې جلانه
وا جانان پر موږه ګران لكه ايمان دى

سيدجيلاني جلان
يادونه :- دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى