ليکواله : نجيبه زمان

دميرمن کلتورې ـ ټولنېزبهير دڅوارلسمې اوونيزې غونډې رپوټ

 

ځای : دپوهنې وزارت، کلوپ 

 

   د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير د ١٣٨٩ کال  ۱۴ اونيزه غوڼډه  تېره شنبه د چنګاښ د مياشتې  په (   ۱۹   ) نېټه د د پوهنې د وزارت په تالار کې د پاک الله په سيېڅلي کلام پيل شوه . آغلې ګلالۍ امرخيل  د غونډې درياست اونجيبه زمان د منشی توب او وږمې فضلې  يې د ستيج چارې پر مخ بيولې.

دغونډې په پيل کې دآغلې خاطرې اسحق زۍ دموردمړينې له امله  دغونډې ګډونوالوخپل خپګان څرګند کړې اودهغې وپاک روح ته يې د لوې خداې ددربارڅخه دمغفرت غوښتنه وکړه.  

غونډه چې د غرمې پر دوه وو بجو پيل شوه، لومړی پکې د ګرانې

خور( زمزمې نيازۍ ) په دغه شعرکره کتنه وسوه :

 

نصيبه نورې تيارې نه غواړم رڼاغواړمه    

دغه افغان ولس ته زه جنګ ته پناه غواړمه

زما مظلوم ولس دې واړه په غمو اخته کې

دښمنه خداې نه دې په سترګوکې ژړاغواړمه  

دژوند اوږدې شپې مې په غم اودردوتیرې سوی

پس له دې شپونه دژوند ښکلې سبا غواړمه

دميندوخولونه خنداورکه ده ژړيږې هروخت

دبوروميندوخولوکې خدايه زه خنداغواړمه  

زه زمزمه درنه نورڅه نه غواړمه

دغه افغان ولس ته سوله ترعقبا غواړمه



دګرانې خوردشعرپه اړه دغونډې ګډونوالو خبرې وکړې ،شعر يې په مجموع کې ښه وارزاوو او دځينو کوچنيو نيمګړتياوو يادونه يې وکړه چې شاعره به پکې هغه بدلونونه راولي.

د شعروزن اوقافېه کې کومه ستونزه نه وه اودمنځپانګې له مخې یوښه شعروګڼل سو. وروسته په کاري مسلو خبرې وسوې چې ډیره برخه يې درڼامشاعرې له پاره دکميټو دجوړيدا اوپه کاری ګروپونودغونډې دغړيو ويش دکاردويش اوښه پرمخ بيولو لپاره ځانګړې سوې وه.

اوهمدارنګه دمشاعرې وروستۍ نيټه داسد دمياشتې ۱۰ دېکشنبې ورڅ وټاکل سوه

ځکه چې لا تر اوسه دمیرمن بهیر له خوا چاپیدونکي کتابونه چې دوږمې فضلې اوښکلا ځدراڼ  ليکلي او چاپخونې ته استول سوي نه دي چاپ سوي دغه او دميرمن بهير نور نشرات په رڼا مشاعره کې وويشل کيږي.

دميرمن بهير دغونډې په دريمه برخه کې دغونډی ګډونوالو خپل شعرونه دکلمه کړل ،

په لومړې سرکې دولایتونو له کلیو څخه دبهیر غیابي غړو خپل شعرونه دټیلفون پر کرښه ولوستل بیا لومړی نجیبه زمان یوشعرولوست اووروسته بیا سیمین صدف ،

زمزمه جانې ،ملالۍ اوهوسې جانې وفا خپلې لنډۍ اوشعرونه ولوستل او همدارنګه ګلالې جان  عمرخيل همدارنګه شریيفه فيضې،پاريسه خزان،جمیلې،نعيمې اووږمه فضلې خپل شعرونه په وارسره دغونډې په

ګډونوالو  ولورول .

دغونډې په وروستۍ برخه کې نعيمه غني يوه لنډه قصه وړاندې کړه چې ډيره په زړه پورې وه .

وروسته دغونډې پر ګډونوالو دمصور مجلې چې ددغې مجلې دمسوول اجمل تورمان په زيار چاپ سوې پر ګډونوالو وويشل سوه.

په غونډه کې وپتييل سوه چې په راتلونکې غونډه کې به دآغلې سيمين صدف پر شعر کره کتنه کيږي.

غونډه د مازديګرنۍ په خوړلو سره په څلورو بجو پاي ته ورسيده.هيره دي نه وي چې د ميرمن بهير اونيزه غونډه د هرې شنبې  ورځ په يوه نيمه بجه د پوهنې وزارت په كلوپ كې جوړيږي.