: شمعه شوګیر




غزل
د يرغلګرغوندې په زړه کې ځای په زورجوړوي
ضرور دې راشي چې په مينـه پکې کورجــوړوي

دانن سبامئين ښې خـــــــــــــــــــــــــامې ارادې لري
که مـــــــاشومان په نه خبره باندې شــورجـــوړوي

په دې کوڅه کې ځې راځې خــوګـوره پام دې وي
رقيب ظالم ترې دسنګسار لـه پاره تــورجـوړوي

چې ته راوګــــــــــــــورې اوزه درنه مخ وړاومــــــــه
چې دابه څــه رنګه تابلو،څنګـــــه انځورجوړوي

تايې چې دومره دتنـدي دخـــــــــــال ستـاينه وکړه
شمعــه به خود په غـــونډه زنه باندې نـورجوړوي