غزل
پر تا مئېن زړه مې ېاغــي شو له مــجـــالــه ووت
لکه کـــبلی د غـــشو لانــدې د خــپل حـالــه ووت
اوس به مې غوڅه کړم دشعر ژبه قلم په تـوره
که د غزل دور مــې هــم چــــور له زوالـــه ووت
د اندېښــنو مالــک نــه غــــشي د ولـــکې وتـــلي
لګي د زړه په کور مې نېغ د وخت له ډالــه ووت
څو به تنــدی وهم په کاڼـــو ورتـــه پاکــه ربـــــه
نــن او ســـبا دا عـــــبادت هــم له کــمــالــه ووت
وړې به کاروانه د ارمان ډيوه تيارو دښـــــتــو ته
د سپوږمۍ سپين مخ له لاســونه د هــلالـــه ووت
تا ته به ډېرې تنکۍ پېغلې تـور پــېـــکي غــوړوي
د رحيمې خـــړ پېــکــی تاتــه د رومـــالــه ووت