غزل

لا تـر اوســه دې د مينې اندېــښنې شــته
زړه پــه ويـنو کې روانې وسوسې شـــته

څنــګه هېر کــړم پېغمــبر مې د غــزلــو
لا تصوير چې ېــې د زړه په آينېې شــته


اوښکې څاڅه د جــفا په سپــېـره غــېــږه
وچ ازغي ېې لا دژوند په هــديرې شــتـه


شېخه بس کړه په دوه لاسو مې سـلام دی
ستا په وعظ کې مې دغم چېرته کيسې شته


صبر وکـړه پاک قرآن تــه غــېږه ورکړه
رحيمې چې ېې سرو پاڼو کې سجدې شته