تورې ګوتې

ځان ساته ګل څانګې د تور وخت د اور لمبه دې خوري
ګرځي هره لار باندې د وږي نظر غله دې خوري

لا دتوروږميو تورې ګوتې دلته ويښې دي
ورو راځه سحره هسې نه چې رانه وه دې خوري

پام دې دى مغروره خپل غرور دې زيږوي ښېرې
تا چې خوري نوخپلې شوخې سترګې شوخ باڼه دې خوري

ستا څه دي رقيبه! يار زما او زه د يار يمه
مينه خو زمونږده ضرورت څه دى چې زړه دې خوري

اى! د تورې دښتې پاچا تور ليوان دې خوشي كړل
ستا انصاف هم دا دى چې رمې دې خوري شپانه دې خوري

ټول كړه د جلان خياله د ښكلي جزيرې پيڅې
شور كوي د تور سمندرګي ځېږه څپه دې خوري

 



سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى