د یوه معلم له نظره - پنځمه برخه / عبدالله وردک - انګلستان - جولای - ۲۰۱۷

ګرانو او محترمو لوستونکو اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته! ډېر خوشحاله یم چه یو ځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضر یم.

شاګردانو ته ځنې مشورې:

له ګرانو شاګردانو څخه هیله کوم چه دغه مشورې په ښه دقت او غور سره ولولی او د هغه په حیصه کې فکر وکړی. که دغه مشورې د دوی د پاره ګټورې وی، نو هغه باید عملی کړی. زه پخپله د زده کړې په ټولو مختلفو مرحلو کې شاګرد وم او زه هر وخت خپل ځان شاګرد حسابوم. زما تجربه په ګران افغانستان، انګلستان او د ډېر کم وخت د پاره په امریکه کې، کېدای شی چه انشأالله شاګردانو ته ګټوره واقع شی. زه دغه خبره چه ماته ډېره د اهمیت وړده هغه یو ځل بیا تکرارکوم چه یو شاګرد د الله(ج) په فضل او کمک سره هم ښه تکړه مسلمان او هم ښه تکړه او لایق شاګرد کېدلای شی او دغه دواړه یو د بل سره ډېر ښه ښکاری.
غواړم ګرانو شاګردانو ته خپلې مشورې په لاندې ډول سره وړاندې کړم.
۱- شاګردان باید اول خپل مسٔولیتونه ښه درک او بیایې په ښه توګه اجرأ کړی. شاګردان باید له خپل ژوند او له خپلې آیندې سره لوبې ونکړی.
۲- شاګردان باید یو منظم درسی پلان ولری او دهغه پلان له مخې خپل درسونه ووایی.
۳- شاګردان باید د لکچر موضوع د صنف د راتګ څخه مخکې ولولی او هغه نقطې چه دوی په هغه کې مشکل لری، باید یاداښت کړی او هغه د لکچر په وخت کې له استاده پوښتنه وکړی او خپل ځان ښه پرې پوه کړی.
۴- شاګرد باید په سوال کولو ونه شرمېږی او هر وخت د ځان د پوهولو د پاره له استاده پوښتنه وکړی او هیڅکله داسې فیصله ونکړی چه زه به له استاده پوښتنه نکوم. ځنې شاګردان چه کله له استاده په ښه توګه د سوال ځواب تر لاسه نکړی او یا استاد ښه رویه ورسره ونکړی، نو بیا له ځانه سره وایی چه زه به بیا له دغه استاده هيڅکله پوښتنه نکوم، نه، داسې مه کوی او تاسې خپلو پوښتنو ته دوام ورکړی. ډېر کم استادان شاید له شاګردانو سره ښه رویه ونکړی، چه ترڅو وکولای شی چه د شاګردانو له پوښتنو څخه ځانونه خلاص کړی.
۵- شاګردان باید پوره لازم خوب وکړی، مناسب خواړه وخوری، مناسب د درس ځای ولری او لازمه تفریح ولری.
۶- شاګردان باید کوښښ وکړی چه خپل ګران وخت په خوښې خبرو تیر نکړی او په هغه شیانو ځان مصروف نکړی چه هغه دده اصلی هدف او مسٔولیت نه وی. که مېلمانه راځی، د ډوډۍ او خدمت څخه وروسته د له هغه څخه اجازه اخلی او خپل کارونه د وکړی او مېلمه د له نورو مشرانو سره پرېږدی چه مجلس وکړی.
۷- شاګرد باید د مضمون د موضوع په باره کې له نورو تعلیمی منابعو څخه هم په پوره ډول ګټه واخلی. مناسب یوتیوب لکچرونه ګټور ثابتېدلای شی، مګر د یوتیوب په صحیح والی څوک تکیه نشی کولای.
۸- شاګردان باید کوښښ وکړی چه ښه کتابونه د یوه مضمون په باره کې پیداکړی. ځنې کتابونه یوه موضوع په ښه او ساده ډول تشریح کوی.
۹- یوه سلسله کتابونه چه هغه ته د سوالونو د حل کتابونه وایی، ډېر ګټور دی. پدغه کتابونو کې په سلګونو سوالونه او د هغه ښه مکمل ځوابونه شته، او دغه کتابونه د هر مضمون په حیصه کې شته او د هغه انګریزی نوم" Schaum's Serie Outline: Solved Problems" دی او دغه کتابونه د هرشاګرد د پاره ډېر ضروری دی. دغه کتابونه په ارزانه بیه په پاکستان، هندوستان او ایران کې پیدا کیږی. نن ورځ د دغه کتابونو مجانی کاپۍ د انترنېٹ له لارې هم لاسته راوړل کېدای شی. یو ځل بیا وایم چه ګران شاګردان باید ددغه کتابونو مجانی کاپۍ تر لاسه کړی او هغه ډېر ضروری دی.
۱۰- شاګردان باید د مضمون د پخوانيو امتحانو سوالونه وګوری او د هغه حل د استاد د حل سره مقایسه کړی. هغه شاګردان چه د مضمون د پخوانیو امتحانو سوالونه او ځوابونه نه ګوری او د هغو پرته د امتحان صحنې ته ځی، هغه شاګرد د یوه ړانده سړی په شان په لاره تګ کوی. شاګرد حق لری چه له استادانو څخه د امتحان پخوانی سوالونه او ځوابونه وغواړی او شاګردان هغه حتمی او ضروری ترلاسه کړی.
۱۱- شاګردان باید د هر مضمون په حیصه کې خپل شخصی نوټ هم ترتیب کړی وی او په هغه کې شاګرد ټولې مهمې موضوعګانې ښې واضح او تشریح کړی وی. د امتحان د پاره له همغه نوټ څخه استفاده کول ډېره ګټه لری.
۱۲- شاګردان باید د یوه مضمون په ټولو تدريسی برخو کې فعاله برخه واخلی او بدون د کوم عذر څخه غیرحاضری ونکړی او د درس په وخت کې د استاد هرې خبرې، تشریح او بدنی حرکاتو ته ډېره توجه وکړی. تکړه او زیرک شاګردان د استاد د درس ورکولو په وخت کې مهمې نقطې یاداښت کوی او په هغه ځان ښه پوهوی.
۱۳- که چېرې یو شاګرد د یوه استاد دفتر ته د کوم سوال د حل د پاره ورشی او هغه استاد ورته ووایی، چه وروسته راشه او زه فعلاً وخت نلرم، نو شاګرد باید دغسې فکر ونکړی چه استاد ماته نه ځواب راکړ او شاګرد بیا او بیا خپلو سوالونو ته ادامه ورکړی.
۱۴- که شاګرد له خپلو نمرو څخه راضی نوی، نو هغه باید د خپلو نمرو بیا کتنه وغواړی او دغه د شاګرد حق دی. شاګردان باید فکر ونکړی چه د مضمون استاد به له دوی څخه خفه شی او له دوی سره به دښمنی وکړی، نه، داسې نده.
۱۵- شاګرد باید د امتحان په شپه پوره خوب وکړی، ښه د سهار چای وچکي او لږ وختی د امتحان ځای ته ولاړ شی. خپل د ماشین حساب، قلمونه، لاسی ګړۍ او د هویت کارت له ځانه سره ولری.
۱۶- شاګرد باید له خپل ځانه سره هغه شی ونلری چه هغه په امتحان پورې اړه ولری او په هغه د نکل شک وشی.
۱۷- شاګرد باید د امتحان په وخت کې یوه طرف او بل طرف ته ونه ګوری او که څه شی ته ضرورت لری، نو د ممیز توجه د ځان ته د لاس په پورته کولو سره جلب کړی. شاګرد د رفع حاجت له پاره لاس پورته کړی او د خپل ضرورت د رفع کولو نه وروسته خپل امتحان ته دوام ورکړی.
۱۸- که یو شاګرد د زده کړې کوم خاص مشکل ولری، نو هغو ته په امتحان کې زیات وخت ورکول کیږی. شاګرد باید خپل مشکل شعبې ته مخکې ووایی، ترڅو هغه د حقایقو په رڼا کې تر امتحانه مخکې فیصله وکړی.
۱۹- که د یوه شاګرد په کورنۍ کې څوک د امتحان په وخت کې مړشی، یا پخپله شاګرد ته کومه مریضی او یا بل عذر پیداشی، نو شاګرد سمدلاسه باید د امتحان شعبې ته خبر ورکړی، تر څو چه د امتحان چانسونه له لاسه ورنکړی.
د پام وړ ټکي:
الف: شاګردان باید د خپل مسلک او کورس د انتخاب په برخه کې ډېر فکر وکړی. د مسلک انتخاب باید د واده له انتخابه کم ونه ګڼل شی او شاګردان باید د خپل مسلک د انتخاب په حیصه کې لږ تر لږه دغه ۳ نقطو ته جدی پاملرنه وکړی:
۱- شاګرد باید د هغه مسلک سره علاقه ولری.
۲- شاګرد باید د هغه مسلک د ویلو استعداد ولری.
۳- شاګرد ته د هغه مسلک د خلاصولو وروسته باید کار پیدا شی.
ب - هغه شاګردان چه له خپل پلار، مور، وروڼو او خوندو سره ژوند کوی، هغه ډېر خوشبخته دی، ځکه چه دوی له پخولو، مینځلو او پاکولو څخه خلاص دی. عاجزه مور یې هم ورته پخوی، هم ورته مینځی او هم ورته پاکوی. دوی د نازولو مېلمنو په شان پخپلو کورونو کې ژوند کوی. پلار او مور یې شپه او ورځ زحمت کاږی، تر څو د خپلو اولادو د پاره د درس زمینه برابره کړی. ځنې شاګردان له دغه فرصت څخه ښه ګټه اخلی او خپل درس او خپل لمونځ او اودس کوی، چه همدغه شاګردان د پلار، مور، وروڼو، خوندو، ولس او وطن په درد خوری. هغه شاګردان چه له دغې شرایطو څخه ناوړه ګټه اخلی، هغه له خپل ځان، خپلې کورنۍ، خپل وطن او خپلو دوستانو سره سخته جفأ کوی.
ج - زه له هغو ټولو ګرانو شاګردانو څخه چه په ګران افغانستان کې پدغه سختو شرایطو کې ښه تکړه درس وایی، د زړه له کومی مننه کوم او زه د دوی له حاله ښه خبر یم چه دوی د درس ویلو په څنګ کې نور کورنی مسٔولیتونه هم لری، اما بیا هم دوی ته زما مشوره داده چه باید خپل درسونه په ښه شان سره ووایی او دغه بدو شرایطو ته ځانونه تسلیم نکړی. وسلام. په ډیره عاجزی او درناوی.

الله(ج) د په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه صلحه راولي چه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وی۰آمين۰
تربلې ليکنې د الله(ج) په امان۰ زما اړيکه : abdullahwardak53@gmail.com