سرليک: پاکي اروزګاني

زموږ دکلي رڼاګانې په سهار کې ناستي
لاس په دوعادشپو په ورکه انتظار کې ناستي
ددې ظالم مارپه کوپړۍ به نن ډبري وارشي
ښه په کمين کی توتکۍ غلې چينارکې ناستي
دپرون شيخ نن وشيطان ته سکه ورور ويلی
ځکه خوډمې يي دتلوراتلو په لار کې ناستي
موږ دټوپکو له شپيليوڅخه نه ډاريږو
خير که مو پاکي ارزوګانی پاس په دارکي ناستي
که دلته سوځي هلته سوځي دغه کوم ولس دی
چی دعرفان ډيوې يې مړې مړې دی کتارکي ناستي
خير دی که توري مونن پڅي اوملاماتي زلمي
لادملالي خوندي ډيري ښه په وار کي ناستي
هغوی چي موږ تي خپل بچي وروڼه په جنګ راليږل
نن بوړي وراري ويريدلي دي په وار کي ناستي
دغو (عزت)هغو عزت زموږله مينی واخست
ځکه مو کرکي نن په کو ر کلي اوښار کي ناستي
محمد رفيق عزت