اې د سپرلي ښاپېرۍ : رحيمه پشتونجار
اې د سپرلي ښاپېرۍ
نن دې زما په زړګي
دسرو ګلونو وزر وغوړوه
نن دې د پرخو باران زما د زړګي په لمبو ووروه
اې د سپرلي ښاپېرۍ
ستا د جنت پر لمن
زه غوړېدلي سره ګلونه وينم
هلته په څنډه کې
د شنو نکرېزو شنو پاڼو کې
لمبې د مينې وينم
زه د حرم پېغلټو
په خورو زلفو کې ريدي وينمه
د چا په لاس کې سرې غونچې د محبت وينمه
په کې حوا وينمه
چې د آدم مينې ته
د سرو ګلابو په تنکيو څانګو د محبت له سما
رڼې قطرې وروي
زه یې درشل کې د ياغي پتنګ په سوي وزر
رڼې رڼې پرخې د اوښکو وينم
چې يې آدم ورته په وېر کې د تېر شوي هجران
په سرو لمبو بهوي
هر خواته مينه وينم
څوک سوځېدلي رټل شوي په خوږې مينې دي
څوک هم دې ورک د خپل ارمان
په لاهوتي مينه کې
هر خوا وږمې دي وږمې
د لاهوتي مينې د پاکو هېلو
خو..........زما د جنت پر لمن
اې د سپرلي ښاپېرۍ
زما د جنت پر لمن
د سرو ګلونو پر ځاې
د اور لمبې ټوکېږي
څه د راکټ څه د ماينونو په نوم
تور ښاماران غورېږي
هلته پتنګ نيشته دی
هلته ګولۍ الوزي
زما پېغلټو سرو نکرېزو پر ځای
د ورور او پلار وینې په لاس تپلي
چايې د يار په وينو سره دُسمالونه په تندي تړلي
څوک هم زما په شانې
د خپل زړګي له غېږې
چېرته کې لېرې په پردو ملکونو د خوارۍ شپې تېروي
اې د سپرلي ښاپېرۍ
زما جانان په سرو لمبو کې سوزي
ژوند مې ارمان دې ارمان
ښکلې ځواني مې په پردي وطن کې خاورې شوله
نه د وطن شوخو بادونو مې اوربل راخور کړ
نه خويې خړې خاورې
زما پر ليمو پرېوتي
نه يې د يخ باران مهينې پېغلې رانه تندی راښکل کړ
زما ژوندون د ارمانونو ژوندون
ډک له سلګیو اسويليو ژوندون
زه د ګلونو لېرې
د خپل وطنه لېرې د خپل زړګې نه لېرې
افغانستان نه لېرې
اې د سپرلي ښاپېرۍ
نن دې زما پر زړګي
د سرو ګلونو وزر وغوړوه
نن دې د پرخو باران زما د زړګي پر لمبو ووروه
اې د سپرلي ښاپېرۍ
اې د سپرلي ښاپېرۍ