زما وطن کې

دلته اسلام او کفر دواړه په زرګون چليږې
بې له زرګونه نه سقرات نه افلطون چليږې
ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل
خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی
چيغې وهي دلته راځی خو داسلام په نامه
چه راشې نوم يې ترينه هير شی بل قا نون چليږې
دورورګلوې او ددوستي درسونه نه وايې څوګ
دشيطانت او رزالت دلته مضمون چليږې
څوګ د تعليم او د قلم سره مينه نه کړی
دلته جګړه دلته مرګې او دلته خون چليږې
په ټول جهان پرون شو تير خلک اسمان ته خيږې
خو دپښتون په کور لا جهل او پرون چليږې
څوګ چه ايیمان لری غيرت لری افغان وی رښتيا
هغوی ټټر کي زخمې زړونه جګرخون چليږې
چه تش په نوم کوی حکومت او نور غلګانې کوي
نو بيا هغوې ته کوتاکونه او پا څون چليږې
خود نامردو رشوت خورو سره سيد کريمه
لکه کباب په اور پختون او اوختون چليږې
سيدکريم خوستی العين