ښځه
مونږ هميشه ښځې ته
د خپل شهوت له دروازې کتلي
مونږ هميشه ښځه
د نارينه د څو شيبو د خوشالۍ لپاره
يوه اله ګڼلې
مونږ هميشه ښځه
په مقابل کې د ځان
د بې ارزښته مات خاورين لوښې نه ټيټه ګڼو
او داسې نور درواخله
خو مونږ هيڅکله
د انسانيت ددغې نيمې نړۍ
معنوي اړخ ته قايل شوي نه يو
مونږ ښځه تل
دمور خور لور او د ميرمنې په نوم ياده کړې
بس له ادمه تر دې دمه پورې
ددې شعار سيوري ته ژوند تيره وو
هغه رښتونى حق چې ښځې ته اسلام او انسانيت ورکړې
مونږ د غرور ګونډې وهلې پرې
او پټ يې ساتو
ځکه که دا حق ورکړو
نو بيا خو دې نړۍ کې
مونږ بې غيرته او کچه خلک يو
سيدجيلاني جلان
08.03.2010
- اريوب
د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولني د غونډې رپوټ
دځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنه د پنجشنبې په ورځ د 1388م کال د حوت د مياشتې په 13مه نيټه چې د عيسوي 2010 م کال د مارچ له 4 مې نيټې سره سمون خوري د مازديگر په 4بجو د جمال آريوبي په مشرۍ ترسره شوه . غونډه د قرانکريم په څو مبارکو آيتونو سره چې محمد صابر بې ريا تلاوت کړل آغاز شوه. د غونډې په جريان کې د د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري...
11.03.2010
- اريوب
ويرجن مازديګرى
دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هره شېبه دزړه ستنې ښوروي ، اوددې نيمگړې اوله فسادونوډكې دنياڅخه مې يوې بلې دنياته ، ها دليونتوب اوله هرڅه نه بې پروا ، دنيا ته ورپه مخه كوي. ماپخپل ديرش كلن عمركې ډيرې لوړې ژورې دژوند...