دكږو څڼو پستې پښې
مين احساس شوم د نغمو پښو ته په رمز غږېږم
ته وا د ژوند د ګلكڅو په پښو ته په رمز غږېږم
خود به غرور خولې لګوي ستا د ښايست پر شونډو
ستا د كږو څڼو پستو پښو ته په رمز غږېږم
نازك خيال راوستم په خوند خوند د ساحل غیږې ته
لكه شنه څانګه د څپو پښو ته په رمز غږېږم
ګونګه چمبه وم د پيغلوټو په لاس ورغلمه
خود به بې دريغه د ټپو په پښو ته رمز غږېږم
ترينه مانا د ستا د نوم د پاكو تورو پوښتم
لكه نظر د ايينو پښو ته په رمز غږېږم
جلانه وخت چې په ګلكرو شيبو وتپلم
پښتون غزل شوم د پښتو پښو ته رمز غږېږم
سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل دګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى
02.03.2010
- اريوب
جلان نه پېژنم!جلان د پنځون د حقيقتونو ښه انځور ګر او د بشر د اعترافونو ښه وياند دیخبريې ؟ د ګلپاڼو موسکاوينې غورځويژوولي په پستو شونډو سپرليو انګارونهپوښتې مو نوره څله چې ژوند څه دی حالت څه دیجانانه موږ للو کړل په زړګيو انګارونهزه شاعر نه يم، ليکوال هم نه يم خو کله کله مې چې زړه وغواړي د خپل احساس غوښتنې او د تخيل انځور ټايپلی او ليکلی شم. زه چې هر وخت غواړم يو څه وليکم په لومړۍ سريزه کې غواړم په ټينګار سره ووايم چې...
08.03.2010
- اريوب
د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولني د غونډې رپوټ
دځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنه د پنجشنبې په ورځ د 1388م کال د حوت د مياشتې په 13مه نيټه چې د عيسوي 2010 م کال د مارچ له 4 مې نيټې سره سمون خوري د مازديگر په 4بجو د جمال آريوبي په مشرۍ ترسره شوه . غونډه د قرانکريم په څو مبارکو آيتونو سره چې محمد صابر بې ريا تلاوت کړل آغاز شوه. د غونډې په جريان کې د د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري...