دتخار ولايت دميرمن کلتوري بهير د دويمې غونډې رپوټ

 

نن شنبه د 1388 هـ لمريز کال د کب د مياشتې لومړۍ نيټه چې د (2010) ميلادی کال د فبروری له 20 نيټې سره سمون لری دتخار ولايت دميرمنو ټولنيز کلتوری بهير د تخار په مرکز تالقان ښکلی ښار کې غونډه وکړه.

په دې ادبي غونډه کې تقريباً 30 تنو ځوانو پيغلو او ميرمنو گډون کړی ؤ.

ددې غونډې رئيسه د تخاردميرمن بهير مسؤوله اغلې عزيزه (ناصري) او ددې غونډې منشی اغلې مرغلره منگل وه.په دې غونډې کې په تخار ولايت کې دميرمنو له خوا د فرهنګي فعاليتونو په پیاوړتیا ټينګار وشو او دپښتو ژبې داثارو د راټولولواو ليکلو په برخه کې خويندو ته دندې وسپارل شوې او ګډونوالو خپل نظريات سره شريک او د دغه ارمان د سرته رسيدو په خاطر يی خپل ملاتړ څرګند کړ. دتخار دميرمن بهير پدې غونډه کې په رسمی بڼه دغو خويندو ګډون درلود:

 

  1.  عزيزه (ناصري)                       
  2.  ناهيد (هوتک)                                
  3.  جميله (آوری)                                             
  4.  خورشيد (خوشحال مومند)             
  5. پلوشه (ناصري)            
  6.  بهشته (هوتک)                               
  7.  غاټوله (ملیزۍ)                     
  8.  ليمه (ناصري)                        
  9.  کامله (وفا)                             
  10. مرغلره (منگل)                                 
  11. ملالی (مياخيل) 
  12.   شينکۍ (اورياخيل
  13. نوريه (باجوړۍ   
  14. نوريه (باجوړۍ   
  15. ذکيه (ابراهيم خيل).
  16. زرلښته (اورياخيل
  17. گلبشره (اورياخيل)
  18. سکينه (فيضي)
  19. ضيا جان (مومند)
  20. ستوری (منگل
  21. فريده (غوثي)
  22. زِينب (اشرفي)
  23. شازيه (اورياخيل

او همداسې دغو خويندو د اجمل خټک د پشتنو لوی شاعر، اديب او ملی مبارز د مريني له کبله خپل ژور خپګان څرګند او د هغه سپيڅلې روح ته ئې دعا وکړه.

او هم د ارواح ښاد حمزه شينواری د پښتو ملي شاعر اديب او ليکوال د (16) تلين په اړه ئې د هغه روح ته هم دعا گانې وکړې او د دغه لوی مبارز په پله ئی قدم ايښودل خپله تګلاره وبلله .دتخار دمیرمن کلتوري بهیر غونډه دکابل دميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير له اوونيزې غونډې سره په يوه وخت کې جوړه شوې وه.چې دتخار غونډه دمرکزي بهير له غونډې سره دټيلفون په ليکه يوځای شوه او آغلې عزيزې ناصري په تخار کې دميرمنو له خوا دفرهنګي فعاليتونو دپيل رپوټ وړاندې شو. په کابل کې دافغانستان دميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيرخويندو دتخار دميرمن بهير غړو ته بشپړ ډاډ ورکړ چې له دوی سره به دفرهنګي فعاليتونو په پرمخبيولو کې هر راز مرستې کوي او ددوی دلا برياليتوبونو هيله يې وکړه.

غونډه په دوه بجو پيل او په څلورو بجو پای ته ورسيده.

په درناوی مرغلره (منگل)