ارمان تنده
خاورې ايرې شوم د الفت له ژونده پاتې شومه
چې بې جانانه شومه څه بې خونده پاتې شومه
د ديدنونو پر اوبو مې شونډې نه شوې لمدې
د ارمان تنده ومه تنده تنده پاتې شومه
سنګين پولاد وم په پلكونو به هم نه ماتېدم
يو ځل چې مات شوم نو بيا بې پيونده پاتې شومه
نن يې لمن ته توېدم زمانې پرې نه ښودم
بې اسرې اوښكه وم ليمو كې بنده پاتې شومه
را نه خوښي د ژوند يو دوو وښيارو سترګو يوړه
زه ليونى جلان د غم پر دنده پاتې شو مه
سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى
21.02.2010
- اريوب
: سيد کريم خو ستی سرليک: زما يا ديږی
نور می ګذران نه شی په ما له حده ګران ته ځمهزماد دواړو ستر ګو تور دزړه ار مان ته ځمهکه هر څوسوی دی په سره اورخپل پرادې دلاسهزما یاد يږ ې په اور سوی ګلستان ته ځمهزړګې می وچ دی لکه کاڼې دوطن د سحراشم زره ترک به لږ می پريږدی خپل جنان ته ځمهچه پکی مرې او پکی سوازې زما ښکلې خلکزه هغی مرګ او هغی سره اور...
22.02.2010
- اريوب
غبرګې جنازې سهاروختي له كوره راووتم ، لمونځ مې دكلي دځوانانو اوځوان طبيته سپين ږيرو دناستې په ځاى كې چې دكلى دخلكو په منځ كې په چوترې مشهور دى اداكړ ! ريايې مه كړى هماغه دلمانځه په ځاى كې مخ په قبله ناست وم او دمهربان خداى (ج) له درباره مې دخپلو ګناهونودمغفرت هيله كوله ، سهرباد دچوترى ترڅنګ ولاړې دصبرونې په غيږه كې يوې خوا او بلې خواته اړولې را اړولې ، شيبې تيريدې ، دسپيده داغ تيارې خپله واكمني ورو ورو سپين سهار ته سپارله ، ښه شيبه تيره شوه ، په كلي خوره چوپتيا ورو...