ښكالو

څه شوه خالقه څه شوه څه شوه ړنګه بنګه وړانګه
نن مې په زړه باندې بيا اوري هغه دنګه وړانګه

دپښو ښكالو ته يې تر سپين سحره ويښ اوسيدم
بيګاه ونه ګرځيده ستورو باندې چنګه وړانګه

ښايي د لمر له پا چاهۍ يې ور ته زېرى راوړ
بيا د كابل له اوږو تاو شوله قشنګه وړانګه

دا چې د څڼو رنګ ټومبمه د رڼا پر تندي
ملګرو ډېره مې خوښېږي غنم رنګه وړانګه

اوس د ځوانۍ ولولې پيو د بيلتون په تارو
د زړو د بام څخه مو والوته خوشرنګه وړانګه

دا به تر څو د اشارو په ژبه رمز غږوي
خالقه! تا كړه خبر بوله دغه ګونګه وړانګه

د غرور څلي څه نظر پرې د كرم ونكړو
ګنې څو ځله يې له پښو تاو شوه ملنګه وړانګه



سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل دګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى