غزل
په آتشـــــــــــــي نظر يې ډېر را کتل
ښه شوه گوگل مې چې لمبې ونکړې
ښکاري جانان مې مرور شوی دی
رېبار خبــــــــــرې راته ښې ونکړې
جرگه مو وشوه خو غماز ملک ؤ
راته يې سمې فيـــــــــصلې ونکړې
دچا دعا به راپسې وي خداييګو
چې له سرو سترګو يې حملې ونکړې
ساده مين يو غنمرنګ خوښوو
مونږ د پی مخو يارانې ونکړې
لوی او واړه يې په تهمت غږيدل
هيچا نيکمل پورې پردې ونکړې
نيکمل ځاځی
24.01.2010
- اريوب
د ارمانونو ژبې
پټ الفت ښکاره نه شي لفظونو ژبې کړي دي
غږ مه کړه د کلي ديوالونو زبې کړي دي
حال د دوو مينو د نغمو په ترنم وايې
مات شې اى ربابه ستا تارونو ژبې کړي دي...
24.01.2010
- اريوب
غزل
ليونيه ماته ټولو نه ته ګران يي نه پوهيږم چې په څه راسره وران يي دزړه کور کې به دې پټ ساتم دلبره چپ شه مه وايه حالونه ډير نادان يي زولنو دې بې بسئ مې پښې تړلي په خزان مې دجبين...