غزل

مات شي نه پاتېږي که هر څومره په قراره وي

دلته د هر چا زړه چې صفا لکه هنداره وي

ستوري نه دي سترګې دي بس دا چې ورته ګورو موږ

دوى هم لاره څاري انتظار د چا لپاره وي

دا زلمى خاونده د هغې لپاره روغ لره

چا چې يې تر شا پسې کتلي په څو واره وي

چيرته چې زه کېنمه يوازې تا په زړه کړمه

هلته، چې قسم ده ډېوه بله تر سهاره وي

اوښکې کوچۍ پلوري د غريب خاوند لپاره نن

کومه جنۍ شته چې د غميو خريداره وي؟