غزل
نادان نظرمې ترجانانه پورې ځان رسوي
ته ورته ګوره چې اسمانه پورې ځان رسوي
دزړه ماڼۍ ته يې ورتلل دومره اسانه نه دي
خيال ته ده سخته چې سلطانه پورې ځان رسوي
سترګوکښې پروت دچا تصويرچې ترزړګي ښکته کړي
اوښکو ته ګوره تر ګريوانه پورې ځان رسوي
څوداميد ډيوې رپيږي دزړګي په ساحل
خو دتقديرکښتۍ طوفانه پورې ځان رسوي
دځانيمرګوهيلو کور دګل په زړه کښې نه شو
ناهيلې، هيلې ترخزانه پورې ځان رسوي
ددرد اوڅړيکو دجميل درمان په کلي نشي
په ډکوسترګو تربيابانه پورې ځان رسوي