غزل
داسې به نه شـــي چـــــې جـــــانان له جفا لاس واخلي
چې مې زړګى لـــــه دغــــې ســـــــوې ژړا لاس واخلي
په هغـــه ورځ مـــړ يـــم جانان په رښتـــــيا بــــــه مړ يم
زما لــــه زړه نه چــــې د ستــــــرګو بلا لاس واخــــــلي
په ليونو کــــــــې بــــــه اثر د جنـــــون څه پاتـــــــــه شي
چې تر د چـــــا د مستــــې مينې سودا لاس واخــــلي
جانانه ! داســې دې په ژونــــد کې بېنــــوا پريښـودم
لکه له چا نه چــــــې د مړې مـــور دوعا لاس واخـلي
بيا به دې غـــوټې د دردو زړګــــيه چـــــا ته سپــــــړم
که خيــــال له مـــــا نه مرور شـــــي له ما لاس واخـلي
ته چې له ما نه صــــبر غــــواړې ګـــــرانه تـــــــه ووايه
نو دا ممکـــنه ده چــــې ورځ نـــــه رڼا لاس واخــــــلي ؟
زه به تا هير کړم خو سپرلى دى له راتلو ايسار شي
زه به تا هير کړم خو چــــې ګل نــــه بورا لاس واخلي
ستا بـــه غم پاته شي بې کوره ديتـــيم په شـــــــــانې
که انديښمن له دې نيمــــګړې دونــــيالاس واخـــلي
يادګيرنه
نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى