غزل
لمبه نه شي ليمه مې دومره سره نه شي اخير
او ستوري پکښې وريت نه شي نينه نه شي اخير
لږ ودريږه ماتل شه سترګې بيا راواړوه
همدا مې د ديدن ورستى شيبه نه شي اخير
ناسته يم د څو تورو پلو مې لپه کړى
تر نيمې ده اوښتې تيره شپه نه شي اخير
په پام پرې څوڼې ږده د موره يو يې که منې
دا کاڼي د غليم په اراده نه شي اخير
پرده يې يې ربه وکرې دې زيارت ته هره ورځ
کوچۍ ځي او راځي چې پرې خوره نه شي اخير
11.10.2009
- اريوب
يتيم ارمان
نن چې مې ستا د تلو خبر واوريده
د غمو تندر مې په زړه پريوتى
د سلګو تندر مې په زړه پريوتى
نن چې مې ستا د تلو خبرواوريده
ګله يقين وکړه يقين وکړه ته
د خوږ زړګي په پرهارو کې زما
څړيکې په شور پورته شوې
لمبې د اور پورته شوې
نن چې مې ستا د تلو خبرواوريده
ما ته مې خپل ارمان...
14.10.2009
- اريوب
غونچه پښتنه د درد انځورګره شاعرهپه کابل کې د پښتو نړيوال کنفرانس کې د کوټې يو فرهنګي ملګري يو څو کتابونه راکړل . مننه مې ترې وکړه . کتابونه مې له ځان سره کورته يوړل . ماسخوتن مهال مې له ځان سره وويل ته وګوره څه ډول کتابونه دي ؟د کتابونو په پښتيو مې نومونه لوستل چې د کتاب دا نوم مې تر سترګو شو(وايه خوب به څنګه راشي ) دغه نوم را ته يو څه احساساتي وبريښيده . دکتاب د پښتۍ په لاندينې برخه کې مې د شاعرې نوم ولوست.غونچه پښتنه . تلوسه راسره پيدا شوه...