د اوښکو ژبه
جانان چې کاڼی شي د غوښې له قالبه ووځي
زمونږ له سترګو نه د سپينو اوښکو ژبه ووځي
ګرانه ! بيلتون دې زمانې لره پيکه کړم داسې
لکه د ځوان شاعر غزل چې بې مطلبه ووځي
چې پسې وژاړم ښه وژاړم د مه مې وشي
لکه ناروغ نه چې په يخو اوبو تبه ووځي
ياغي جذ بې دې له خيالي ځوانۍ نه وښويدې
لکه تيرې تيرې ليشې له پاخه کبه ووځي
جلانه ! بيا به دې پښتون ايمان کې څه پاتې شي؟
د مينې وړانګه که د مينې له مذهبه ووځي
سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى
05.10.2009
- اريوب
غزل
ستا له څنــــــګه، ســتا لــــه کلي ، ســتا له ښــــــاره وتى يم
لکـــه مات ستـــــورى د خـــــپل ژوند لـــه مــــــــداره وتى يم
د لټـــون په يبلو پښـــــو پـــــــــه يـــــــو غزل پســــــــې ګرځيږم
يو نيمګـــــړى غـــوندې ســــــاز يـــــــم له س...
08.10.2009
- اريوب
غنم رنګ ستوري ستا د سترګو سيوري مې ليدلي ديدوه غنم رنګ ستوري مې ليدلي ديځه چې پر ګلابو دې نن ولمانځم اى ! د بڼ پر لوري مې ليدلي ديګرانه! د رڼا د مينارې پر سرستا د نامي توري مې ليدلي دييو شاعر غلام بل تخيل غلام دوه تنه كمزوري مې ليدلي ديوړي جلانه! زړه پوښتنه نه كويدې چم كې سر زوري مې ليدلې ديسيدجيلاني جلانيادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى د...