روڼ څاڅکی په کوټه چمن کې د استوګن ځوان شاعر عادل اڅکزي شعري ټولګه ده چې نږدې دوه کاله وړاندې د شاعر په خپل لګښت د چاپ په ګاڼه پسولل شوې ده پر دغه ټولګه عادل اڅکزي دوې سريزې کښلې او له هغه وروسته د کتاب ډېره برخه غزليزه ده د غزلونو شمېر يې ۶۹ ته رسيږي ، يوه سندره او څورلس ۱۴ نظمونه هم پکښي ځای پر ځای شوي دي
په روڼ څاڅکي کې هڅه شوې ده چې دسیمې روان حالات په شعري بڼه انځور شي او ورسره شاعر زيار وېستلی چې نوي ترکيبونه ،استعارې او تشبيهات وکاروي
په روڼ څاڅکي کې ويناوال عادل اڅکزي له ځانه ناصح نه دی جوړ کړی او په هره نیمکړتیا کې ځان هم د نورو پښتنو سره شريک بولي.د ډېرو پوهانو په اند دغه روده د شاعر وينا لا اغېزناکه کوي ځکه شاعر ځان له ټولنې بيل نه بولي. د ساري په ډول

شعر


په شپه کې په خوب سر یو او د ورځې وزګار ګرځو
د  ژوند   غاړه  ورباسو  له  اختياره   کنار   ګرځو

 

 
شاعر دغه بيت داسې هم ويلای شو

 

په شپه کې په خوب ګرځې او د ورځې وزګار ګرځې
د  ژوند   غاړه   ورباسې   له  اختياره  کنار ګرځې


په دويمه بڼه کې شعر ځکه خپل لومړنی اغېز نه درلوده چې کله کله که سړی چاته يوه نيمګړتيا هم نېغه وريادوي په مقابل لوري منفي اغېز کوي خو په لومړۍ بڼه کې بيا داسې نه ده او بل داچې داشعر هرڅوک لولي هغه ته متوجه دی او ځان ته يې وايي ځکه اغېز هم پر کولای شي.
ـ شاعر په ځینې شعرونو کې مدعامثل هم راوړی مدعامثل هغه شعري صنعت دی چې شاعر په یوه بند کې يوه ادعاکوي او په بل هغه کې د خپلې ادعا د زبات لپاره يو متل راوړي .دساري په ډول دپښتوژبي فلسفي شاعر ارواښاد غني خان بابا فرمايي

شعر

 د لندو خټو دارو لږې او به دي
ازمايې راباندې دومر زور په څه


عادل اڅکزي هم په خپله شاعري کې دغه ډول صنعتونه کارولي په يوه بيت کې وايي

 شعر 
څوک چې به دلته په جامه کې د خواخوږو راتلو
هغو  زموږ  پر  زخمو  مالګه   دوړول  په  جبر


ځينې وخت چې څوک تاواني شوی وي او بل کس د هغه تاوان ددې لپاره وريادوي چې نور يې هم خواشينی کړي نو مقابل لوری ورته وايي چې په زخم  مې مالګې مه دوړوه
دغه ډول متلونه چې په شاعرۍ کې راشي مدعاالمثل ورته وايي.
ددې ترڅنګ شاعر هڅه کوي چې که یوه موضوع هم يادوي له مختلفوترکيبونو او استعارو کار اخلي

شعر

 توپير  يې  تر منځ  داسې  درته  ښيمه  عادله

په غم دې يار ځوريږي خو اغيار په نڅېدو شي

بل شعر

چې لاس تر لاسه نه کړو (عادله ) سپېدې نه شو موندی
پر  ګډ  همت   باندې   خالق   خپل   رحمتونه   شيندي

 

بل ځای بيا د يوالي خبره په بل ډول رنګ کي رنګينوي

شعر

عادله  راپخلاسه  چې  يو بل غاړه  غړۍ   سو
اوس وخت ددې راغلی چې جوړه پرلاره ګرځو

 

هم هغي د يوالي خبري ته دلته بيا نوې زرينه جامه وراغوندي

شعر

تش په يووالي کې بری دی نغښتی
عادله ! ځه  دغه  وينا  خپره  کړه

 

شاعر يوه موضوع يادوي یوه خبره کوي خو هڅه کوي چې دغه خبره په يوه شکل او يوه بڼه ونه کړي او ډول ډول جامې ورواغوندي .دغه روده له شاعر او ليکوال سره مرسته کوي چې د شعري ترکیبونواو انځورونو لمن يې پراخه شي او نوي نوي ترکيبونه رامنځ ته کړي
چې خبره دترکیبونو شوه نو یو بيت به يې را واخلو

 

 شعر

چې تنها يم رڼا ورځ ماښام تياره وي
مل د يار سره  سهار دی  نه پوهېږم

 
په دغه بيت کې یواځيتوب او ماښام او مل او سهار سره ترکيب شوي .
لا هم لاندې بیت

 
سور شفق او د ماښام تاريکه څه وي
سره لبان تور يې  کجل سي کله کله

 
په دغه بيت کې سور شفق او سره لبان او د ماښام تياره او تورکجل سره تشبيه شوي چې یو ترکيب يې هم جوړ کړی

 

شعر
 
سپېره بڼه يې لکه وچې شونډې داسې ښکاري
د  وچکالۍ  تر اثر لاندې شوله  شاړه  ځمکه

 
سپېره بڼه او وچکالۍ او وچې شونډې او شاړه ځمکه سره تشبيه شوې او ترکيب يې جوړ کړی
له دغه ترکيب دوه ماناوې اخيستلای شو لومړۍ دا چې زموږ سيمه خوره او له څه مهال راهيسې پکې وچکالي ده چې ځمکه يې اغېزمنه کړې ده دا چې زموږ د ولس ژوند په کرونده پورې تړلی نو دهغوی وضعيت هم خراب شوی او بل دا هم تعبريولای شو چې له څه مهال راهيسې په پښتنو کې يو ملي شخصيت نشته چې ددغه ولس مشري وکړي او همدا لامل دی چې پښتانه په یوه او بل نوم خوار او زار دي. په شعر کې داسې ترکیب او صنعت چې دوې معناوي وشندي کنایه بلل کيږي په يو بل ځای کې وایي

 

 شعر


محکومه خاوره به مې هله ګل شي
چې څو خواخوږي  بزګران  وګټي

 

دلته هم د شاعر موخه يومشر دی اوخوا خوږی بزګر شعري مجاز دی کنايه هم حقيقی مانا ښندي او هم مجازي د کنايي حقيقي مانا خواخوږی بزګر دی خو مجازي مانايې د سيمې مشر دی
د ځوان شاعر عادل اڅکزي په شاعرۍ کې يوه بله ځانګړنه هيله درلودل دی هغه که دسيمې اوسنۍ وضعه يادوي ،تت او وران انځور يې وړاندې کوي ورسره لوستونکي ته دا هيله هم ورکوي چې يوه ورځ به يې دغه ستونزې له منځه تللې وي او پر سيمه به یې دخوښۍ او امن فضا واکمنه وي
د ساري په توګه

 

 شعر

 

محکومه خاوره به مې هله ګول شي
چې  څو  خواخوږي بزګران  وګتي

شعر

که موږخپل زړونه کړو په مينه منور زړګيه
رقيب  به  درومي  له دې  ښاره د منلو وړده

 

ـ خوږو لوستونکو د ځوان شاعر عادل اڅکزي په هستونو او پنځونوکې ډېرې خبرې شته خو د وخت کمووالي ته په پام سره خپلې خبرې په همدې ځای رانغاړو له تاسو مننه اود پښتو ادب او هنر دروښانه راتلونکي په هيله خپله