څه و؟ توره شپه راباندې راغلله
ته وې چې خوله راباندې راغلله
شرم ستا په وړاندې ژوندۍ پرېښودم
سخته زلزله راباندې راغلله
نه ځم پېښوره درنه بل لور ته
خير دې که جګړه راباندې راغلله
وړاندې وم خو وړاندې تللې نشومه
ښه شوه (بلېنډه ) راباندې راغلله
تېر اختر لا سترګې وم پر لار درته
بله يوه روژه راباندې راغلله
مرګ او ژوند مې دواړه د مخلوق په لاس
داسې زمانه راباندې راغلله
کېناستم کشتۍ کې پکتيانۍ د ژوند
ډوبه شوم چپه راباندې راغلله.
پېښور حيات آباد ٢٤ جولايي ٢٠٠٩
28.07.2009
- اريوب
راليږونکی : سيد محمد زرمتي ټليفونشميره: 1(520)248-5702 برېښناليکپته: www.SSZMOHAMMAD@AOL.COM سرليک: د طاليبانو زګرو ې نېټه: 28.07.2009 04:01
ګرانو پښتنو وروڼو او افغان ليکوالو٠ ما دټول افغان بريښنایي ورځپاڼه دغه دوۀ اونۍ کيږی چی دکمپيوتر په خزانه کی پيدا کړه٠ کله می چی دهر اتل ليکوال ليکني او وړانديزونه وويل،نو په دی پوه شوم چیزما ګران ټاټوبې افغانستان لا تر اوسه ژوندې ده٠ ما تر خپله وسه وکړاې شول چی د هر افغان ورور ليکني...
28.07.2009
- اريوب
د يوې مېرمني هيله / نظم
وحشي لېوان را پسې ګرځي د مرګ
زما د زنې خاله و مې نه خوري
تر زړه دي ځار شم ماته مينه راکړه
چې دا څلور دېواله و مې نه خوري
--
تر ډيلي لاړ شه ټوله سيمه واخله
د هر يو تخت دې هم ستا...