د اتل او د زمــــــــــــرو خبــــــــــرې پریږده
پښتـــــو نه کــــړې د پښتو خبـــــرې پریږده
لومړی ځان او بیا نـــــړې تــه فــــکر وکړه
نــــــور د تـــــــــورې میړنــــو خبرې پریږده
پخپل کور کې در په در او خــــوارو زار یــی
د غیرت او د شمــــــــــــــــلو خبرې پریږده
ته دا خپــــــــل ټوټه ټوټه وجود راټول کړه
د اسلام له مینځه تلو خــــــــــــبرې پریږده
مینه مینه شــــــــــه د مینې په راز پوه شه
د ټوپک او د جــــــــــــــګړو خبرې پریږده
تش په نـــــوم د پښتنو باندې سیاست کړې
مـــــــــــــــــــداري د پښتنو خبرې پریږده
چې خپل قام لره تش حق غوښتلی نه شې
د زنــــــــدان د زولنو خبـــــــــرې پریږده
وطنپاله که پښتو ننګ کې مړ نه شوی
بیا نر نه یې د ســــــړو خبرې پریږده