د غزني ولایت مرکز او ټولو ولسوالیو د پوهنې تیاره او د مافیا په منګولو کې ښکیل بهیر په اړه که څه هم تر دې وړاندې په مستندو دلایلو ګڼې لیکنې خپرې شوي دي، خو له نویو بهرانونو یې تر اوسه هیڅوک نه دي خبر. د غزني ولایت مرکز د طالبانو واکمنۍ او تر هغه وړاندې حالت څخه هم په بدتره حالت کې دی او تر ټولو لوی لامل یې ددې ولایت لوړ پوړو چارواکو په فساد کې ښکیلتیا او له مافیا سره د ګډې حلقې مهمې کړۍ دي.
په غزني کې امنیتي وضعیت ناانډوله او له سقوط سره مخ کیدل په تیرو څو کلونو کې د ګڼو دردوونکو پیښو د رامنځته کیدو لامل شو او اوس هم د غزني له اتیا سلنه زیاتې ولسوالۍ د مخالفینو په ولکه کې دي او هغه چې تش په نوم د حکومت په واک کې دي واکمني یې د ولسوالیو تر ودانیو رامحدوده شوې او د هوا له لارې اکمالات ورته رسیږي؛ لکه د غزني ګیرو ولسوالي او پر دې سربیره د ولسوالیو چارواکي له طالبانو او د پاکستان له استخباراتي شبکې په تیره حقانې شبکې سره د ځانګړو معاملو له لارې ولسوالۍ پلوري او دواړه لوري د خپلې مادې ګټې تر لاسه کولو څخه وروسته د خیر په غونډۍ کیني او ملي شتمني ، دولتي امکانات ، وسلې ، موټر ، ټانکونه او ... د ولسوالۍ لوړپوړو چارواکو او مخالفینو د مشرانو تر منځ د شوې معاملې له مخې د مخالفینو منګولو ته لویږي او د بې وزلۍ له وجې اردو او پولیسو لیکو ته جذب شوي افغان ځواکونه پکې تارومار کیږي، خو مخکې له دې چې له دوي څخه یې کوم یو ددوي په سر د شویو معاملو خبر لوړ پوړو چارواکو ته ورسوي د ولسوالۍ په ودانۍ او امنیتي پوستو کې د خپلو مشرانو او مخالفینو له لوري وژل کیږي، چې ددې څرګنده بیلګه په تیره میاشت کې د غزني واغظ ولسوالي ده؛ کومه چې د ولسوال او امنیه قوماندان له لوري پر مخالفینو وپلورل شوه او د رنجرو، ټانکونو او ... وسایلو پرزه شوې پرزې او ماشینونه یې د غزني په ښار کې په آزاد بازار کې خرڅیږي او په نورو یې په واغظ ولسوالۍ کې مخالفین خپلې ګزمې کوي.
په امنیتي برخه کې د زنخان ولسوالي هم د یادولو ده؛ کومه چې موده وړاندې پکې د افغانستان ملي امنیت تش په نوم یو څو مستخبرینو د یادې ولسوالۍ طالبانو امارتي او حقاني مشرانو د وژلو پر سر لسګونه میلیونه افغانۍ جایزه اخیستې وه او هماغه مستخبرین په زنخان ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا تر نیول کیدو وروسته محاکمه او وروسته د یوې ځانګړې معاملې له مخې وبخښل شول او په لسګونو میلیونه پیسې د طالب مشرانو جیبونو ته ولاړې؛ ځکه دا اوس ټولو خلکو ته څرګنده شوه چې یاد مستخبیرین د افغان امنیتي سکتور په زړه کې د طالبانو ځانګړي جاسوسان وو او اوس اوس چې پر طالبانو د پاکستان مرستې کمې شوي ، نو له دې لارې یې خپل جیبونه ډک کړل او ډکوي یې، چې دا په ټوله کې د غزني ولایت ټولو چارواکو ته د ستر شرم خبره ده او که د پلازمېنې بې غوره مشران یو څه د مسؤلیت احساس لري، نو له دندو د دوي د ګوښه او محاکمه کولو په تړاو دې جدي اووسي.
له امنیتي سکتور وروسته په غزني کې د پوهنې بهیر په خیالي پروازونو روان دی؛ د غزني پوهنې بهیر په تیر کابو پنځه کلنه دوره کې تر ټولو زیات د شاتګ ضربې خوړلي دي او په لرې پرتو ولسوالیو کې شته فعال ښوونځي، چې په تیرو لسیزو کې فعال وو او هر کال یې سلګونه زده کوونکي فارغین درلودل؛ په تیرو پنځو کلونو کې په خیالي ښوونځيو بدل شوي او هغه داسې چې یاد ښوونځي د ښوونکو او اداري کارکوونکو معاشات لري او د نورو ټولو امکاناتو لګښت یې هم له پلازمېنې ورکول کيږي؛ خو د غزني د پوهنې رئیس ، د ولسوالیو د پوهنې دولتي او امارتي مسؤلینو تر منځ د ګډې معاملې په لړ کې یاد لګښتونه په نغدي ډول ددوي جیبونو ته رسیږي او هغه داسې؛ د لرې پرتو ولسوالیو فعال ښوونځي په خیالي ښوونځيو بدل شوي دي، ښوونکي یې په خپلو ورځینو سوداګریزو او د کرنې په کارونو بوخت دي او څه یې هم په غزني ښار کې په دکاندارۍ ، لوړو او نیمه لوړو زده کړو او یا هم په خوصوصي سکتور کې په دندو بوخت دي خو د خپلو رسمي دولتي ښوونکي دندې معاشات په خپل وخت له بانک څخه تر لاسه کوي او ددې خیالي ښوونځیو ددې ښوونکو او اداري کارکوونکو تر لاسه کړي معاشونو نیمايي او یا درې برخې یا د دریمګړي (مافیا) او یا هم نیغ په نیغه د غزني پوهنې رئیس او نورو کلیدي کارکوونکو په تیره د غزني د منابع بشري مسؤل ، د ولسوالیو دولتي او امارتي پوهنې مسؤلینو او ... جیبونو ته رسیږي او یا هم دا چې د غزني د پښتون میشتو ولسوالیو کې د هلکانو او نجونو لسګونو یادو خیالي ښوونځیو اداري کارکوونکو او ښوونکو بستونه په لومړي سر کې له یو لک افغانیو نیولې بیا تر نیم میلیون افغانیو پورې پلورل کیږي او ددې پیسو ډیره برخه یې بیا د رئیس ، د ریاست او ولسوالیو دولتي او امارتي مسؤلینو جیبونو ته نغده ورسیږي او دا ډول معاملو ته د ولسوالیو اوسیدوونکي یا خپلې مځکې او کورونه په ګروۍ ورکوي او یا یې له خپلې سرمایې په نغد ډول ورکوي او په بیغمه زړه هره میاشت هم خپل معاش تر لاسه کوي او هم یې په څنګ کې سوداګري او په خصوصي یا دولتي پوهنتونونو کې خپلې لوړې او نیمه لوړې زده کړې بشپړوي، خو په عامه اصطلاح چې خواره خواري بیا د خړو سپیرو او یبلو پښو نالوستو افغانانو په برخه ده، کوم چې ددې ډول معاملو ښکار شوي او په پای کې وزګار، معتاد او یا هم له مخالفینو سره تر یو ځای کیدو وروسته د دولت پر ضد وسلې ته لاس کوي؛نو آیا دا په خپله د افغان حکومت د بې غورۍ او ناسم مدیریت پایله نه ده چې په لسګونو ماشومان او تنکي ځوانان له کلیو تښتول کیږي او د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو کیږي؟.
د غزني د پوهنې او امنیتي سکتور ستونزه په دې بیلګو پورې را محدوده نه ده؛ بلکې د فساد او مافیا دا لړۍ تر پلازمېنې رسیدلې ده او هغه دا چې کله یو امنیتي چارواکی او یا د غزني پوهنې ریاست رئیس او یا بل کليدي مسؤل خپل موقف په ګواښ کې وویني، نو مخکې له مخکې له خپلې یادې بودیجې څخه په ګټه اخیستنه د ملي امنیت مرکزي ریاست ، کورنیو چارو او دفاع وزارت او د پوهنې وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره د اړیکې تر ټینګولو او معاملې ته تر رسیدو وروسته د هغوی بانکي حسابونو (اکاونټونو) ته پیسې ور لیږدوي، چې له برکته یې دوي په خپلو څوکیو سریښ کړل شوي او دایمي پاتې کیږي؛ لکه د غزني اوسني امنیتي مسؤلین ، ولسوالان ، د پوهنې ، عامې روغتیا ، کلیوپراختیا، کډوالو ، ښارجوړونې ، حج او اوقافو او ...
نو دې ډول بهرانونو ته په پام سره له سرګردان ولسمشر او نورو با احساسه او با وجدانه مسؤلینو څخه په جدي ډول غوښتنه کوم چې د خپل څار تلسکوبونو زاویې او لوري دې د غزني پر لور راوڅرخوي او د معارف او امنیتي سکتور په ګډون دې په ټولو ادارو کې جدي سمونې روالي.