موږ په داسې ټولنه کې پیدا، لوی او اوسو چې له نورو ستونزو سره – سره د ادبې غلا یا پټو سترګو تقلید هم تر ډېره پکې دود دی، د نالوستو سره - سره زموږ لوستي کسان او په ځانګړې توګه ځېنې پښتانه لیکوالان هم له دې بلا څخه په امن کې ندي، ځینې لیکوالان یوازې د دې له پاره چې څنګه وکولی شي د ځان له پاره د خلکو په ذهنونو کې ځای پیدا کړي ادبي غلا ته اوږه ورکوي؛ خو له دې ناخبره وي چې داسې کارونه یې نه یوازې چې د خلکو په ذهنونو کې ځای نه پیدا کوي بلکې لا هم د ځان له پاره انتقادي ذهنونو جوړوي.
څو ورځې مخکې مې د کابل ښار په کتاب پلورنځیو کې دوه نوي کتابونه تر سترګو شول چې یو د ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ لخوا د (خیښې، د وردګو د واده پانګه) او بل د آغلې ساره سادات له خوا د (وردګو د ښادۍ سندرې) تر سرلیک لاندې دې خپاره شوي.
تر کوم ځای پورې چې ما د دې کتابونو ځینې برخې ولوستې؛ نو کټ مټ (د وردګو د واده دود او بدلې) کتاب په شان دي چې د ښاغلې احسان الله آرینزي له خوا ټول شوي، تشریح ورکړل شوي ده او دا تحقیق یا څیړنه 458 مخونو کې د کتاب په بڼه خپره شوې.
دا کتاب د لومړي ځل له پاره په کال 1366 کې د علومو اکادمي له خوا خپور شوی او د دوېم ځل له پاره د نویو معلوماتو له زیاتولو څخه وروسته د 41 اخځونو په درلودلو سره په کال 1388 کې د الازهر چاپ خونې لخوا 1000 ټوکه چاپ شوی.
د ښاغلي احمدي کتاب کوم اخذ نلري تر کومه چې زه فکر کوم کېدای شي له هغو کتابونو یا منابعو څخه یې ګټه پورته کړې وي چې آرینزي صاحب د خپل کتاب د لیکلو په وخت کې ګټه ترې اخستې؛ ځکه که ښاغلي آرینزي او ښاغلي ګل اغا احمدي کتابونه پرتله کړو، مطالب یې وګورو او تر سترګو یې تیر کړو یوازې او یوازې د جملو او پراګرافونو د لیکول تر منځ به توپیر ووینو نور یې هدف او خبر یوه ده.
لکه:
ښاغلي احسان الله آرینزي (د وردګو د واده دود او بدلې) کتاب کې د ریبارۍ تر عنوان لاندې بحث کې داسې ویلي:
... په هر صورت کله چې یوې کورنۍ د کومې بلې کورنۍ خور – لور د ځان لپاره غوره وبلله او په خپلو کې یې د دغه خېښۍ لپاره سلامشوره بشپړه شوه؛ نو د غوښتنې پړاو پیلیږي. دلته د یادولو وړ ده چې د یوې پیغلې د ټاکلو لپاره ډېرې هلې ځلې کیږي یا خيښي په داسې نژدې خپلوانو کې کیږي چې یو له بل سر پیژني او د خور – لور د ځانګړو لېدنې اړتیا نه وي او یا خو داسې وي چې نجلۍ په ناپیژندلي کورنۍ پورې اړه ولري او چا يې د زلمي مور او پلار ته غورې کړې وي. په دې صورت کې د زلمي نژدې ښځې (مور، خور، ترور، د تره ناوې او ...) په کومه پلمه د پیغلې کور ته ورځي....... په پیلغه پسې ورغلې ښځې معمولا د زړه حال نه وایې .........
ښاغلي ګل اغا احمدي (خیښي د وردګو د واده پانګه) کتاب کې همدې بحث کې لیکي چې:
په لومړۍ ریبارۍ کې کې کېدای شي چې یو شخص یا له یوه څخه زیات کسان شامل وي خو غالباً دغه پلاوي د هلک د کورنۍ له دریو ډېرو نږدې کسانو څخه نه زیاتیږي .....
د ریبارۍ په موخه چې لومړی ځل پلاوی د پیغلې کره ورځي؛ نو کېدی شي د کور غړي یې ژر په موخه پوه نه شي او د عادي میلمنو په څېر چلند ورسره وکړي.....
او دې ته ورته نورو هغه فرعې مسایل چې دلته یې یادونه د لیکنې د اوږدوالي لامل کیږي چې د ښاغلي آرینزي په کتاب کې تر یو عنوان لاندې راغلي او ښاغلي احمدي یوازې د بېل عنوان لاندې راوستي چې دا هم زما په فکر کوم نوی ابتکار ندی.
همدا شان که د آغلې ساره سادات کتاب ته وګورو لیکوالې په خپله اقرار کړی چې کوم نوی تحقیق یې ندی کړی او یوازی یې د ښاغلي آرینزي په کتاب اکتفا کړې او په ډېر ځایونو کې یې لیکلي چې آرینزي صاحب د خپل کتاب په فلاني مخ کې ویلي چې .......
کیدای شي له ښاغلي آرینزي څخه مخکې هم ځینو لیکوالانو ورته کتابونه خپاره کړي وي؛ خو زما په اند د پښتنو او وردګو د ودونو د دود له پاره همدا د آرینزي صاحب کتاب کفایت کوي؛ ځکه په دې کتاب کې نه یوازي د وردګو بلکې د نورو پښتنو ټبرونو د ودونو دودونه هم لیکل شوي او بیا ځل لیکل او خپرول یې نه یوازې دا چې و وخت ضایع ده بلکې له ځوان نسل سره ډېر لوی خیانت دی.
زما په اند په یوه په موضوعاتو چې علمي بڼه نلري او نور تحیق نه پکې کیږي یو کتاب لیکل د ټولو له پاره کفایت کوي او که په ورته موضوع نوی څېړنه یا کتاب لیکل کیږي باید له پخوانیو معلومات سره ځمکه او آسمان فرق ولري نه دا چې له پخوانیو کتابونو څخه معلومات کاپي شي او یو نوی نوم پرې کیښودل شي.
د ښاغلي احمدي په کتاب کې ځینې داسې څیزنه هم لیکل شوي چې د وردګو په ټولنیز ژوند کې دود ندي لکه په هوټلونو کې واده کول، که څه هم داسې ودونه اوس په کابل کې میشت وردګ تر سره کوي خو دا د وردګو د ټولنې دود ندی او کله چې موږ په یوه ټولنه بحث یا تحقیق کوو نو اړینه ده یوازې د همغه سیمې دودونه ولیکل شي او د هغې سمې اړوند رواجونه او دودنه تر څیړنې لاندې ونیول شي که له سیمې بهر شو بیا مو څېړنه سمه نده.
ځینې وایې چې ځوانان د ټولنې د ملا تیر دی؛ خو زه وایم چې لیکوال او د پوهې خاوندان هغه که ځوان وی که بوډا د ټولنې د ملا تیر دی نو که زموږ مشران لیکوالانو په تقلیدي لیکونو ځانونه روږدي کړي دا څرګند حقیقت دی چې زموږ راتلونکې نسل به هم په ورته کارونو روږدي شي.
په دې لیکنه کې زما هدف د کوم لیکوال توهین یا طرفداري نده فقط غواړم ووایم چې په اوسني عصر کې د ځوانانو، لیکوالانو او د اهل خبره مسوولیت دا دی چې په نویو ساینسي، ټولینزو، ټکنالوژي او ..... کتابونو او لیکنو کار وشي او د راتلونکي نسل له پاره نوي کتابونه یا وژباړل شي او یا هم ولیکل شي، نه دا چې په یوه موضوع لس کتابونه په یو شان ولیکل شي.
که داسې وشي نو له یوې خوا به مو به د وخت درناوی کړی وي او له بلې خوا به مو خپل مسوولیت د راتلونکې نسل په وړاندې ادا کړی وي؛ نو راځئ د داسې کتابونو په ځای چې پخوا هم خپاره شوي وي یو نوی او ګټور کتاب ولیکو.