علامه ډاكټر ذاكر ناېك هغه اورژبې ويناوال دى، چې د يوويشتمې پېړۍ معجزه يې ګڼلې شو. دا عالم پدې توانېدلې چې د ګردې نړۍ د هغو بېځايه نيوكو ځواب ووايي، چې دوي يې د اسلام په سپېڅلي دين، اسلامي شخصيتونو او د شريعت په اړه كوي، په مستند ډول ځواب ووايي.
د يوويشتمې پېړۍ نامتو اسلامپوه، او د نړيوالو اديانو پرتله اييزه څېزونكې علامه ډاكټر ذاكر ناېك چې په ځوانه ځوانۍ كې يې د ټولې نړۍ بېلارې اديانو لارويان چلېنچ كړي دي، خو د ځواب ويلو لپاره يې څوك تر دې مهاله ندې راوړاندې شوې، ان تردې چې د روان كال (۲۰۰۷)ز كال كله د عيسويانو مذهبي پلار (پاپ بنډي كېټ) د اسلام سپېڅلي دين او محمد صلى الله عليه وسلم په اړه له زهرو ډكه وينا وكړه، نو همدې ځوان ؤ، چې هغه يې چېلېنج كړ، مګر دده له پوهې او هوښيارۍ څخه په ډار سره پاپ دېته تيار نشو چې له ده سره مناظره وكړي.
[
|
زوكړه
علامه ناېك صېب په ۱۹۶۵ز كال د اكتوبر په اتلسمه نيټه د هند په بمبۍ نومي ښار كې زوكړې دى.
زده كړې
ډاكټر ذاكر ناېك خپلې لومړنۍ زده كړې د پېټر په منځني ښوونځي (St. Peter's High School (I.C.S.E.), Mumbai )كې پيل كړي، له دې څخه وروسته بيا د كېشن چند چېلارام (Kishinchand Chellaram College, Mumbai) لېسه كې يې خپلې زده كړې د بكلوريا تر دورې بشپړې كړې، او د لوړو زده كړو لپاره د ټوپيوالا د طب ملي انېستېټيوټ (Topiwala National Medical College, Nair Hospital, Mumbai ) چې د ناېر روغتون كې يې موقيعيت درلود پيل كړې.
د پوهنتون دوره
رنځپوه ذاكر ناېك د بمبۍ ښار كې د جراحۍ او درملجوړونې په څانګو كې خپلې لوړې زده كړې بشپړې كړي، او له دې وروسته يې د شلمې پېړۍ د اديانو د پرتله ايزو څېړنو نامتو عالم او مفكر علامه شېخ احمد ديدات له وياوو څخه په اغيزمنتيا سره، د هغه په پل، پل كېښود، او د هغه لار يې خپله كړه.
دندې
- د اسلام بلنه او تبليغ | Islamic Da'wah (Propagation of Islam)
- د اسلامي څېړنو د مركز بنسټ اېښودونكې او رييسس، بمبۍ| President, Islamic Research Foundation, Mumbai
- د آى. آر. اېف ښوونيزه تړون مشر، بمبۍ | Chairman, I.R.F. Educational Trust, Mumbai
- President, Islamic Dimensions, Mumbai
د تبليغ او دعوت ښوونيز پروګرامونه
د ډاكټر ناېك ليكلي كتابونه
- REPLIES TO THE MOST COMMON QUESTIONS ASKED BY NON-MUSLIMS
- QUR'ÂN AND MODERN SCIENCE - Compatible Or Incompatible
- CONCEPT OF GOD IN MAJOR RELIGIONS
- ISLAM AND TERRORISM
- WOMEN'S RIGHTS IN ISLAM - Protected Or Subjugated?
- AL-QUR'ÂN - Should it be Read with Understanding?
- IS THE QUR'ÂN GOD'S WORD?
ددې كتابونو ترلاسه كولو لپاره دا ځاى كېكاګئ
د زړه او علاقې وړ څانګې
د اديانو پرتله اييزه څېړنه، درملجوړونه، ټولنيز، ښووونيز، وټه اييز او اخلاقي چارو كې د زړه له تله برخه اخلي، او په دې ټولو ډګرونو كې د څښتن په فضل بريالې راوتې دى.
هغه هېوادونه چې د اسلام بلنې لپاره يې ورته يون كړې
رنځوپوه ذاكر ناېك د نړۍ ډېرو هېوادونو ته د بلنې او تبليغ لپاره يون كړې، چې لاندې هېوادونه يې د يادولو وړ بولو:
د امريكا متحده ايالات --- كاناډا --- برېتانيا --- اتريش --- سعودي عربستان --- كوېټ -- بحرين -- قتر -- متحده عرب امارات -- سوېلي افريكا -- بوتسوانا -- سېنګاپور -- ګيانا -- هانګ كانګ -- تايلېنډ -- مالېزيا او داسې نورې. د يادولو وړ ده، چې پاكستان هرڅومره د اسلام داوه وكړي، خو بيا هم د ذاكر ناېك صېب په څېر خلك هم دې ته زړه نه ښۀ كوي، چې دې هېواد ته راشي، او ددې ملك له سياستپوهانو او مذهبي علماؤ څخه خپله ناخوښي څرګندوي.
له ډاكټر ذاكر ناېك سره اړيكه ټينګول
DR. ZAKIR ABDUL-KARIM NAIK
ISLAMIC RESEARCH FOUNDATION 56/58 Tandel Street (North), Dongri, Mumbai - 400 009 (India) Tel : (0091-22) 23736875 (8 lines) Fax : (0091-22) 23730689 e-mail: zakir@irf.net website : http://www.irf.net