زېږېدنه
دا سړې زېمون فراېډ دى، چې د مۍ په ۶مه نيټه كال ۱۸۵۶ز په اسټريا (نني اتريش ) كې زېډېدلې او په ۱۹۳۹ز په لندن كې مړ شوې. دى له آره يهودي ؤ. چېتر نن ورځې پورې يې خلك يادوي، او دده له خوړينو او خوسا نظرياتو څخه ګټه پورته كوي. دې يو طبي رنځپوه ؤ، چې د نورو مفكرينو په انډول د فراېډ زياتره مفكورې غلطې دي. مګر سره لدې هم تر نن ورځې پورې دده خيالونه او نظريې په انساني ذهنونو سپرې دي. ځكه چې دې له آره ارواپوه ؤ. ده د انساني ذهن يوه بشپړه نړۍ وميندله . ده د لاشعور په اړه خپل خيلات ويلي دي، ده د ژبې بندېدل او د ذهني ناروغيو په اړه څېړنه وكړه. ده وويل چې د ماشومتوب تجربې د يوه سړي په كردار په تشكيلولو كې بنسټيزه رول لري.
نسلي يا كورني غوره توبونه او غربت او دولتمندي ندي. ده د خوبونو تحليلونه يا (Psychoanalysis) د درملنې لار وميندله، دا هغه انقلابي درملنه ده، چې ددې په واسطه هغه دا په زبات ورسوله چې د درملنې وړ ناروغۍ د لرغونې طريقې يانې خبرواترو له لارې د درملنې وړ ګرځېدى شي. د درملو، جادويي لارو چارو، سرجري يا د خوراك په بدلون سره نه بلكه د رنځپوه سره د خبرواترو له لارې مسئلې حل كېداى شي. يواځې د خبرو اترو له لارې د ذهني مسائلو حل شونې دى.
اخځليكونه
- اردو وېكيپېډيا www.ur.wikipedia.org
- د ارواپوهنې بنسټونه، ليكواله: فرزانه اختر، راوي پبلېشرز، ۱۶الفېصل ماركېټ- اردو بازار- لاهور