دیو جانس کلبی Diogenes of Sinope
پیداېښت: 412 مخزېږيز كال انتقال: 323 مخزېږيز كال
دېوجانس له كلبي فلسفيانو څخه ؤ، چې په ۴۱۲مخزېږ كال په سېنوپ كې دې نړۍ ته سترګې راوغړولې. پلار يې يو كاريګر سړې ؤ. ويل كېږي چې پلار يې د سېنوپ د قاضي لخوا محكومېږي، پدې ډول دېوجانس له ملكه تېښته كوي او مخ په آتن ځي. په آتن كې له كلبي او آنتيستنس سره اشنا كېږي. په لومړي پېر كې آنتيستنس دې د زده كوونكي په توګه نه مني، آن تردې چې له ځان څخه شړلو لپاره يې په لخته هم وهي. دېوجانس په آرامۍ سره دا عمل زغمي او آنتيستنس ته وايي، چې ته په هره اندازه چې كولې شې ما ووهه، مګر ترهغه وخته چې ته داسې كلمې لرى، چې په اورېدلو ارزي، نو ته به داسې هېڅ لخته پېدا نكړې، چې زما د وهلو لپاره به هغه دومره كلكه وي، چې وكړاى شي ما لدې ځاى څخه لرې كړي. فلسفي لدې ځواب څخه ډېر خوشالېږي او دېوجانس په خپلو زده كوونكيو كې ورګډوي. دېوجانس د خپل ښوونكي او د فلسفې اصول په بشپړ ډول ومنل. او دهغه په څېر يې هرډول ځانغوتنه يې د ثروت، وياړ او قدرت لپاره رټله او حقيره يې شمېرله. دېوجانس به څادر له ځانه تاوكړې ؤ، او د آتن په كوڅو او سړكونو كې به اوسېده.
ورځينۍ ډوډۍ يې هم له هغو بسپنو څخه وه، چې كله ناكله به خلكو وركولې. دېوجانس
دېو جانس كلبي د يونان فلسفي ؤ. دا فلسفي د كلبي د مدرسې لاروې ؤ. په سېنوپ كې زېږېدلې او په اتن كې يې اوسېدلې. داسې ويل كېږي، چې د ديوي مور د مندر په يوه كونج كې به ناست ؤ. نو يوه ورځ بحري قزاقانو لاس ته ورغې. هغوي د كورنتك په يوه ماړه سړي ورخرڅ كړ. د نوموړي سړي كوشنيانو ته به يې ښوونه وركوله، تردې چې آزاد يې كړ. د ازادۍ څخه وروسته به يې د ښار په كوڅو كې د شپې لخوا څراغ په لاس پهره كوله.
لوېديځ فېلسوفان
-
- جان اسكوتس ايروجينا
- انسلم
- توماس اكويني
- پېټر ابلار
- وېليم اوكام
- جيودانو برونو]
- فرانسېس بيكون
- توماس هابز
- رني ډيكارټ
- باروغ سپينوزا
- جان لوك]
- هربرټ سپنسر
- وېليم جېمز
- موريس مترلېنګ
- برترانلد رسل
- البرټ انشتاېن
- جان بل سارټر
- ډېوېډ هيوم
- ژان ژاك روسو
- ولتر فرانسواى اريه
- دني ډېډرو
- اېمانوېل كانت
- فرېدريك هېګل
- لودوېګ فويرباخ
- بېلينسكي
- ګرتسن
- چرنېشېفسكي
- دوبرالئوبوف
- كارل ماركس
- فرېدرېك انګلس