ابن عربي


مسلمان عالمان
د اسلام زرين پېر
Name: ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي الطايي
Title: ابن عربي, Revivifier of religion او الشيخ الأكبر
Birth: 1165 CE [1]
death: 1240 ED in دمشق [1]
Maddhab: سني Sufi
Main interests: تصوف
notable idea: وحدةالوجود
works: The Seals of Wisdom(Fusus al-hikam), The Meccan Illuminations(al-Futuhat al-Makkiyya), Ruh al-quds, etc
Influenced: Sadruddin al-Qunawi, al-Jandi, Da'ud al-Qaysari, Haydar Amoli, Shah Nimatullah, Mulla Sadra and many others [citation needed]

ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي الطايي (عربي: أبن عربي)، د اسلامي نړۍ له سترو فلسفيانو، صوفيانو او عالمانو څخه دى. په تصوف كې د شيخ اكبر مقام ته رسېدلې. هغه په 1165 کال کې په مورسيا کې زېږېدلی وه او په 1240 کال کې په دمشق کې مړ شو.

نيوليک

[پټول]

نوم

ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي الطايي (أبو عبد الله محمد بن علي بن محمد بن العربي الحاتمي الطائي )

چې په غربي نړۍ کې د ډوکټور ماکزيموس په نامه يادېږي او په اسلامي نړۍ کې د محيي الدين "Revivifier of religion" او الشيخ الأكبر ("لوی استاد") په لقبونو هم ياد شوی.

ژوندليک

ابن عربي ته اکثراً د يو مرموز فيلسوف په سترګه کتل کېږي. د هغه د ژوند په مهال هغه ته په سوفيت کې يو ډېر اهم او لوړ سوفي ښوونکی او لارښود ګڼل کېده.ژوند او حالات

ابوبكر محمد بن علي بن احمد بن عبدالله بن حاتم طايي چې په ابن عربي سره مشهور دى، د روژې د مياشتې په ۱۷مه نيټه كال ۵۶۰هجري لمريز د اندلس (ننني سپېن) په مشهورښار مرسيه كې زېږېدلې دى. له زده كړې څخه وروسته ۳۰ كاله په اشبېله كې واوسېده او بيا يې د ختيز پر لور خپل يون پېل او د ډېرو ملكونو سفرونه يې وكړل، چې دمشق ښار ته ورسېد. ابن عربي د وحدت الوجود د نظريي لاروې ؤ، او د لومړي ځل لپاره دا نظريه همده وړاندې كړه. دده په نزد باطني روښنايي خپله لارښوونه كوي، او ځينو پوهانو دده دا نظريه د الحاد او كفر سره برابره ښوولې او دې يې زنديق ګرځولې. مګر دده لارويان او نور صوفيان يې د شيخ الاكبر په نامه يادوي. دده ليكنې څه باندې ۳۰۰ درې سوه دي، چې لدې ډلې څخه يې د الفتوحات المكيه په نامه كتاب ډېر مشهور دى، دا كتاب ۴۰۰۰ پاڼې لري، او په ۵۶۰ څپركيو وېشل شوې دى. دا كتاب د تصوف په علم كې لوړ مقام لري. ابن عربي شاعر هم ؤ، دده د عارفانه نظمونو ټولګه د ترجمان الشواق په نامه خپره شوې ده، چې ددې كتاب انګرېزي ژباړه د ډاكټر نكلسن كړې ده.

مهم ليكنې

  • فصوص الحِکم
  • فتوحات مكيه
  • عنقاء مغرب في معرفه ختم الاولياء وشمس المغرب
  • العقد المنظوم والسر المختوم
  • محاضرة الابرار ومسامرة الاخيار
  • مشاهد الاسرار القدسيه ومطالع الانوار الالهيه
  • ترجمان الاشواق (عارفانه كلام ابن عربي)
  • تنزل الاملاك في حركات الافلاك

 

د ابن عربي لانديني كتابونه په اردو ژبه ژباړل شوي دي

  • فصوص الحكم ژباړن عبد الغفور دوستى (1889 حيدرآباد دكن).
  • فصوص الحكم ژباړن سيد مبارك علي (1894 كانپور).
  • فصوص الحكم ژباړن مولوى عبد القدير صديقي همدا کتاب د پنجاب پوهنتون د زده کړې په نصاب کې شمېرل کېږي.
  • مولانا اشرف علي تهانوى په فصوص الحكم باندې خپل تعليقات ليکلي او د همدې کتاب نوم يې خصوص الكلم چې په دې کې هغوی د ابن عربي پلوي کړې.
  • د پیر مهر على شاه صيب كتاب تحقيق الحق في كلمۃ الحق او ملفوظات مهريه د ابن عربي په دفاع کې ليکل شوی.
  • فتوحات مکيه: ژباړه ارواښاد مولوي فضل خان ( 1938م مړ) چې د لومړي ځل لپاره يې ۳۰ څركۍ ژباړل شوې وى.
  • فتوحات مکيه: ژباړه سليم چشتي 1987 پورې ۴ ځلې چاپ شو.
  • فتوحات مکيه: ژباړه فاروق القادرى د لومړيو ۲ څپركيو ژباړه په ۲۰۰۴ز كال خپره شوه.

 د ابن عربي رسالې

ابن عربي ګڼ شمېر رسالې ليکلي چې په دې توګه دي:

  1. شجرة الكون
  2. الكبريت الاحمر
  3. الامر المحكم والمربوط
  4. كتاب الاخلاق و الامر
  5. كتاب الجلال والجمال
  6. كتاب الوصيۃ
  7. حليۃ الابدال
  8. نقش الفصوص
  9. رسالۃ الفناء في المشاهده
  10. كتاب اصطلاح الصوفيۃ
  11. رساله الي امام الرازي

 مسلمان فلسفيان