کله چې سړی په حیاتي مشکلاتو اخته کیـږي او د ژوندانه د پیچلو حقایقو سره مخ په مخ کیږي نو دا وخت په انسان باندې یو قسم حالت طاري کیږي چې هغه ته حیرت وایي.
لکه مثلآیو سړی په اقتصادي مشکلاتو اخته وي او د ژوندانه هلې او زلی ئې دا نشي کولې چې د خپل کور ضروري شیان پوره کړي دا وخت نو دا سړی چورت وهي چې څه وکړي. آه رښتیا په داسې ابتر وخت کې سړی ترهوره شي او ځمکه ځای نه ورکوي او اسباب د کارورته مهیا نه وي.
هو حقیقت دادی چې ډیرخلک کله چې د ژوندانه په مشکلاتو اخته شوي دي نو د دوی افکار دحیرت په طوفاني بحر کې د نجات وسایل نه مونده کوي. همدا وجه ده چې داسې افکار د سړی په روح باندې فشار راولي او د ژوندانه ګړۍ پرې ترخې تیریږي او خوف ددې په کې شته چې سړی سخت د مرض او جنون سره مخامخ شي.
ددې مرض او رنځ د علاج د پاره پوهان داسې فرمایي: « په چا کې چې دحیرت د مرض مبادي پیدا شي هلته نو دا په کار ده چې یو ځلي حقیقت ته متوجه او په دا عقیدې شي چې صرف په فکر کولو څه نه کیږي تر څو د فکر سره کار او عمل ملګري ونه کړي.»
هو کله چې سړي ته د کار د اقدام دلایل متعارض ښکاره شول نو فکر دې وکړي چې ارجح یې کوم طرف ته دی چې په هماغه خوا لاړشي.
کله چې یې په منطقې دلایلو خپله او یا د یو پوه دوست په مشوره لیارې د نجات پیدا کړه نو په هماغه طرف ته دې د کار او عمل مخه کړي او په یو طرف دې پوره زور واچوی او په تقدیري پیښو دې هیڅ چورت هم نه خرا بوي او د ځان سره دې ووائي چې زما وظیفه خو کار او عمل دی او دا خو دادی چې د خپلې وسعې سره سم ئې کوم.
البته چې مثبته نتیجه نه ورکوي په دا کې به د پاک خدای حکمت وی زه به خپله وظیفه، کار اوعمل ته دوام ورکوم او په تقدیري پـیـښو به دومره فکر نه خرابوم، چې آخر د بدن او د وجود عمارت مې خراب او د مرګ او جنون سره مخامخ شم او دا ځکه چې الله پاک رازق او روزي ورکونکی او مشکل خلاصونکی دی، مقدر اجل په خپلې نیټې سره هرو مرو رسیږي چې ورنه د خلاصی مخلص نشته.
هو باید سړی په داسې وخت کې د ځان سره ووایي چې زه باید په خپل لاس ځان د حیرت په زهرو مسموم نه کړم. او خپل کار او عمل جدیت او فعالیت ته به دوام ورکوم.
یاددونه :
دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابي لیاره دعلم او فلسفې له پلوه ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:1354 هجری شمسی )
ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی