شپږمه برخه:
   ٤- خداى په کوم نوم راوبولو:
 مسلمانان(که په هره ژبه خبرې کوي) خداى ته ''الله'' وايي. الله عربي ويى دى، چې د انګليسي تر ''ګاډ'' يو څه غوره برېښي، ځکه د الله ويى ځينې داسې ښېګړې لري، چې د انګليسي په ''ګاډ'' کې نشته.
که د انګليسي په ''God'' پورې د ډېرګړي(جمعې) وروستاړى(s) ونښلول شي؛ نو ''Gods''(خدايان) ترې جوړېږي؛ خو ''الله'' يو دى او جمع کېږي نه. همدا راز که له ''God'' سره ''ess" راشي؛ نو ''Godess'' (الهې‎) ترې جوړېږي، دا هم په ''الله'' کې نشته او نه موږ الله سړى يا ښځينه ګڼلاى شو. بل دا چې که د ''God'' په ويي پورې د ''tin'' مختاړى ونښلول شي؛ نو ''Tin-God''(دروغژن خداى) لاسته راځي، سره له دې، چې ''الله'' دروغژن نه دى او نه ترې نورې کلمې جوړېدلاى شي. مسلمانان د همدغو ښېګڼو له مخې څښتن ته الله وايي او له ''ګاډ'' نه د مانا د رسا لېږد لپاره يواځې د نامسلمانانو په ناستو کې کار اخلي. زه هم د خپلو او نامسلمانانو اوريدونکو د سم پوهاوي لپاره دواړه کاروم.  
٥- خداى ځان په انساني څېره څرګندولاى شي؟
ځينې خلک وايي، چې که خداى پر هرڅه برلاسى وي؛ نو په انساني څېره هم ځان څرګندولاى شي.
رښتيا هم، څښتن په انساني څېره ځان څرګندولاى شي او کومه ستونزه نلري؛ خو په داسې کړو د خدايى له درجې راغورځي او له انسان سره يې د توپير پولې له منځه ځي، ځکه د الله''ج'' ځينې صفات له انساني صفاتو سره توپير څه چې بېخي ضد دي. په انساني څېره د څښتن د څرګندېدلو خبره د لاندې دلايل په رڼا کې ناسمه خېژي:
الله''ج'' تلپاتې دى؛ خو انسان مهالنى او فناکېدونى. د الله''ج'' په پيدايښت هېڅوک نه دي خبر؛ خو د انسان په زوکړه او مړينه خلک خبر وي. الله''ج'' خوراک او څښاک ته اړتيا  نه لري؛ خو انسان د خپلې بقا لپاره ورته اړ دى. په قرآن کريم کې راځي:
''او هغه(الله)، چې خلکو ته ډوډۍ ورکوي او پخپله ورته اړتيا نلري'' (قرآن، ١٤:٦) لکه په قرآن کې چې فرمايي، الله''ج'' خوب ته اړ نه دى؛ خو انسان بې خوبه ژوند نشي تېرولى:
''(الله) ژوندى او (پر هرڅه) واکمن دى، نه خوب ورځي نه يې بډۍ نيسي، (او) په ځمکه او اسمانونو کې، چې څه دي، پر ټولو برلاسى او واکمن دى'' (قرآن، ٢٢٥:٢)
٦- د انسان لمانځنه هېڅ ګټه نلري:                                                                         
که د انسان په څېره د څښتن راتګ ناشوني وي؛ نو دا بايد ومنو، چې د انسانانو پر وړاندې سرټيټول هم هوښياري نه ده. همدا راز د يوه داسې خداى، چې په انساني جامه کې يې خپلې ټولې الهى ځانګړنې له لاسه ورکړې وي او په لنډ تنګ انسان اوښتى وي؛ لمانځنه به څه مانا ولري. لږ فکر وکړئ، که يو ښوونکى په يوه ترافيکي پېښه کې خپله حافظه له لاسه ورکړي؛ نو بيا به هم زده کوونکي ولري؟ نه؛ ځکه نور نو ښوونکى نه دى پاتې.
همدا راز که خداى په انساني څېره څرګند شي؛ نو بېرته به د خدايي صفاتو له خپلولو عاجز وي، ځکه پر يوه محدود، بېواکه او اړمن ذات به اوښتى وي او د لمانځې وړ به نه وي. همدا لامل دى، چې اسلام، د انسان لمانځنه په کلکه غندي:
''هغه ته ورته هېڅ(شى) نشته''                                               (قرآن، ١١:٤٢)
٧- خداى ناوړه کارونه نه کوي(نعوذو باالله):
خداى د ناوړه چارو مرتکب کېږي نه؛ ځکه هغه د رحم، کرم، رښتينولۍ او... سرچينه ده او د درواغو او ظلم په شان له ناوړو صفاتو ډېر لوړ دى. خداى ظلم کولاى شي؛ خو کوي يې نه؛ ځکه دا کار له هغه سره نه ښايي او نه د هغه له صفاتو سره همږي لري. په قرآن کې فرمايي:
''بېشکه الله''ج'' د ذرې هومره ظلم هم (له چا سره) نه کوي''            (قرآن، ٤٠:٤)
نو الله''ج'' د يوه بشپړ واکمن او ځواکمن په توګه پر ظلم برلاسى دى؛ خو کوي يې نه، ځکه په دې کار سره يې الهى صفت(نياو، عدالت)له لاسه ووځي او چې الهى صفت يې له لاسه ووت؛ نو بيا ښايي خداى پاتې نشي.
٨- خداى هېر نلري او نه تېروتنه کوي:  
 هېرول د انسان خاصه ده، ځکه انسان نيمګړى او ناتوانه دى؛ خو خداى بيا له هرې خوا بشپړ دى او هېڅ نيمګړتيا نلري. په قرآن کې راځي:
''زما څښتن نه تېر ووځي او نه هېر لري''                               (قرآن، ٥٢:٢٠)
٩- الله''ج'' سره چې څنګه ښايي، هسې کوي:
د اسلام له نظره، الله''ج'' پر هرڅه برلاسى دى او يو شى يې هم له ولکې نه دى وتى:
''بېشکه الله پر هرڅه برلاسى دى''                           
                                   (قرآن ،١:٣٥،٧٧:١٦،٢٩:٣،٢٨٤:٢،١٠٩:٢،١٠٦:٢)
په يو بل ځاى کې فرمايي:
''(الله) چې څه وغواړي، کوي يې''                                         (قرآن، ١٦:٨٥)
موږ بايد پوه شو، چې خداى همغه کارونه کوي، چې ورسره ښايي.
په نړۍ کې داسې ډېر مذهبونه شته، چې په انساني څېره کې په مستقيمه يا نامستقيمه توګه د خداى ظهور تاييدوي او وايي، چې الله''ج'' دومره پاک دى، چې د انسان له تېروتنو، انګېرنو او ستونزو ناخبره وي(نعوذ باالله)؛ نو کله ناکله د انسانانو د لارښوونې او د هغوى لپاره د قوانينو د جوړولو لپاره ځمکې ته راکوزېږي. د دې ړندې عقيدې له کبله په نړۍ کې ميلياردونه وګړي بې لارې شول.
١٠- خداى د ژوند تېرولو لپاره لارښود رالېږلى:
الله''ج'' انسانانو ته عقل ورکړى چې پر بنسټ يې نوښتونه پنځوي او کارنامې ترسره کوي. ټايپ ريکارډر هم د همدغو نوښتونو يوه برخه ده. ټايپ جوړونکي د دې لپاره چې له ټايپ نه سمه ګټنه وشي، له ټايپ سره يوځاى نه ګرځي، بلکې يو کتلاک، چې د ټايپ ريکارډر اړوند پکې ټول معلومات کښل شوي وي، ورسره چاپوي. همدغه رنګ د نړۍ د چلونې او د انسان د لارښوونې لپاره خداى اړ نه دى، چې ځمکې ته راشي، بلکې د قرآن په بڼه يې ورته کتلاک رالېږلى. الله''ج'' به د قيامت پر ورځ له انسان نه همدا پوښتنه کوي، چې زما لخوا درلېږل شوى قرآن تا خپل کړى و، که نه؟
١١- الله''ج'' د بشر د لارښوونې لپاره پيغمبران رالېږلي:
الله''ج'' له خپلو کتلاکونو سره پخپله نه دى راغلى، بلکې د انسان د لارښوونې لپاره يې پيغمبران، چې د څښتن استازي(رسل) باله شي، رالېږلي.
١٢- ځينې وګړي ړانده کاڼه وي:
  ځينې خلک له داسې پخو دلايلو وروسته هم پر انسان ډوله خدايانو کلک ايمان لري او دا لا څه، چې نور هم د دغو دروغژنو خدايانو لمانځنې ته هڅوي؛ نو ايا دا کار د انساني عقل او د حقيقي څښتن سپکاوى نه دى؟ داسې خلک له اورېد او ليدو سره سره ړانده - کاڼه دي:
''(دوى) کاڼه، ګونګيان او ړانده دي او هېڅکله به سمې لارې ته راونه ګرځي''                                                                      (قرآن، ١٨:٢)
د ميتيو په انجيل کې هم ورته خبره راغلې:
''هغوى ويني، خو ويني يې نه، اوري، خو اوري يې نه او نه پوهېږي''   (ميتيو، ١٣:١٣)
په ريګويدا کې هم همداسې راغلي:
''داسې هم شته چې کلمې ويني، خو ويني يې، داسې هم شته چې دا خبرې اوري، خو اوري يې نه''                                                                (ريګويدا، ٤:٧١:١٠)
دا ټول مقدس کتابونه په يوه خوله وايي، چې په هرڅه تر پوهېدو وروسته هم دوى له رښتياوو تښتي.
١٣- د الله''ج'' نومونه:
د الله''ج'' ټول نومونه ښکلي دي. په قرآن کې راځي:
'' ورته ووايه، چې که الله د الله په نوم رابولئ او که د رحمٰن، ټول نومونه يې ښکلي دي''                                                                            (قرآن، ١١٠:١٧)
په قرآن کريم کې د الله''ج'' ٩٩نومونه راغلي، چې تر ټولو غوره پکې ''الله'' دى. په قرآن کريم کې الله ''ج'' د رحمٰن( تر ټولو مينه ناک)، رحيم( تر ټولو زړه خوږى) او حکيم(تر ټولو پوه) په نومونو ياد شوى. د الله''ج'' ټول صفتي نومونه ښايسته دي او که په هر نوم راوبلل شي، پروا نشته.