مبارک دې شه!

سلطان احمدزى ښه شاعر  دى، د نورو غوندې په شعر شخوند نه وهي، بلکې خوند ترې اخلي. پردې سربېره سياسي ليکنې هم کوي او ښې يې کوي، له همدې کبله ورته زه وايم، چې ته بويه له حقوقو فارغ واى، خو د ده ځواب همدا وي: '' زمونږ ادبياتو ته ملا ماته ده او ته....''. سلطان که څه هم ښکلى قلم لري، خو ځواني يې يو څه د تامل وړ ده، په جګه ونه، پوره ويښتانو او غټه پوزه يې زه څه نه وايم، خو د رنګ توروالى يې يو څه د ګوتنيوي دى. زه هم پوه يم، چې هغه له خپله رنګه ځورېږي، نو چې پور مور مې پکار وي، د خبرې پيل په دې جملې کوم، ''سلطانه! سپين شوى يې''. ستاسې هم که څه پکار وي ، نو له همدې فرموله کار اخلئ. چا چې سلطان نه وي ليدلى، دې الفاظو به يې په ذهن کې د سهيلي افريقا ستر مبارز نېلسن منډيلا  ته ورته يو څېره انځور کړې وي، خو سلطان دومره تور هم نه دى، چې له افريقايانو سره ونه پېژندل شي. په ځوانۍ او رنګ کې تر ډېرو ليکوالو او شاعرانو ښه دى، که نور څه نه وي، دنګ خو دى. د سلطان خواږه هنر او مانوي ښکلا ښه ده، پر دې هر څه پرده اچولې، يا به داسې ووايم، چې حيا يې پرې راغونډه ده، زه چې له ده سره مخ شوم، نو په لومړي ځل مې ومنله، چې مانوي ښايست د شخصيت په اغېزه کې لوى لاس لري، ګنې نور خو سودم ته شين دى.

سلطان ښه شعر ليکي، خو کم يې  ليکي، ځکه دى تر ما دوه ګرايه لټ دى او دا ځانګړنه يې ټولو ملګرو ته جوته ده. که کوټې ته ورغلې، نو ايله شکر اوباسي، چې يو څوک خو د اوبو د ورکړې او د چاى د پخلي پيدا شو.که نه په شپو شپو ولږې تېرى وي، خو څه خوري نه. دا لا څه، چې سهار پاڅي، نو د ساعت پوښتنه هم د کوټې له ملګرو کوي، پخپله حرام شه، که ساعت ته مخ هومره اړولاى شي. ما او ځينو ملګرو ورته د دې ستونزې د حل لپاره د بدني روزنې په کلوپ کې د ګډون سلا ورکړه، خير دې يوسي خبره يې ومنله، خو دا هم د اوبو کرښې وې، ځکه سړى نور هم لټ شو او له نوبته د خلاصون په موخه يې د ستړيا پلمه هم ونيوله. هېر ميراتکى د سلطان د شخصيت يو بل اړخ دى. زه ورته ډېر ځل وايم، چې هسې نه، چې تر واده وروسته درباندې ددې هېر ځوانمرګي له لاسه تورې نورې وشي، کور ته به تللى يې، زموږ ورندار به دې پېژندلې نه وي او له خولې به دې يو ناڅاپه وتي وي: ''خورې! ته خو مې چېرته ليدلې يې!!''. سلطان په هغه ډله کې دى، چې وايي؛ '' چې مسلمان دې پيدا کولم، په المان کې دې هم پيدا کولاى شوم''، خو دى دغه خبره له المان سره له مينې  نه نه، بلکې له خپلو پښتنو نه د زړه بدۍ په موخه کوي. د ده کوټه زموږ لپاره سم دانش خپرندويه ټولنه ده، که هره ورځ نه وي، نو يوه ورځ پس خو يې خامخا تپوس کوو، ځکه شاعر بې غذا پايدلاى شي، خو بې مخاطبه نه، نوکه ما څه ليکلي وي، ده ته يې ووايم او که ده څه چمتو کړي وي، ماته يې واوروي:

خير که تړلې پښتنو زلمو تر څنګه نه يم

د پښتون توره لا پړکېږمه او زنګه نه يم

په دوه لاسي راته خيبر کړه له ورايه سلام

زه د کابل حسينه پيغله يم، ملنګه نه يم

                               سلطان احمدزى

د جمعې په ورځ ''بهير'' ته يوځاى تګ  زما او د ده يوه نشه ګرځېدلې. پر کومه جمعه چې دى نه وي، بهير بې خونده وي او چې دواړه يو، نو ايله په ملګرو باندې د ټوکو وخت ومومو. د بهير مشرانو څو ځل زموږ په داسې کړو غبرګون هم ښودلى، خو هر څه ځي، عادت نه ځي. يو ځل تر غونډې وروسته له اجمل تورمان سره ولاړ وو، چې سلطان احمدزي ورته د يوه ملګري د ليکنې د چاپ سپارښتنه وکړه، اجمل تورمان ورته وويل، چې هغه خو ښځينه مجله ده، د نارينه وو مطالب نه خپروي. ما چې سلطان ناهيلى وليد، سملاسي مې ورته وويل؛ '' څه پروا کوي، د ملګري په نوم پسې دې لکۍ واله (ى) يا زور ولګوه، په ښځينه نوم به واوړي، مثلا که ګل وي، ګلالۍ به شي او که بلبل وي، بلبله به شي، ملګري ته دې وايه، چې چاپي تېروتنه ده''.

سلطان ښه ده، لويه سينه لري، په  ټوکو نه خپه کېږي، که هر څومره ورته شين او
ژېړ شې، دى به درته خاندي. سلطان که څه هم په خوى وبوى کې ترما ښه دى، خو په هغه ټوکو کې، چې پر نورو انډيوالانو او ټولګيوالو باندې مو کړي، پوره پوره برخه لري. زموږ په ملګرو کې دوه داسې هم دي، چې يو بل ته يې د ورورۍ لاس ورکړى او موږ يې لاله لادن بولو، د کابل پوهنتون په ميشتغالي کې وو، چې پر دې يوه باندې د پښتورګو ناروغي راغله او خبره تر  پېښوره ورسېده، خو دا بل په همدې ورځو کې کورته تللى و او يوازې له دې خبر و، چې ويلى ورور يې د پښتورګو په ناروغۍ اخته شوى. عبدالله کاموال

(د ځولۍ مدير. د ده راسره هم ډېرې خبرې شته، چې په مناسب وخت به يې راوباسم)، سلطان او ماخبره جوړه کړه او چې څنګه هلک راغى، نو ژړغونې ستړي مشي مو ورسره وکړه او سړي ته مو داسې وښودله، چې يو څه شوي، سړى اړ ووت او مستقيما يې د خپل ويلي ورور پوښتنه وکړه. موږ يوڅه وخت ناغېړي وکړه او چې ومو ليدل، چې سړى باوري شو، نو ورته ومو وويل '' خداى دې وبښي، تېره دوشنبه وفات شو. موږ يې هم جنازې ته ورغلي وو، څه ښه ښکارېده....'' ده چې دا خبرې واورېدې له ژړا سره يې د هغه ورونه هم وښکنځل، چې ولې يې د متوف په درملنه کې لټي کړې وه؟ او نورې بدې ردې يې هم وويلې. پر غريب باندې ټوله ورځ په ژړا تېره شوه.

زما له سلطان سره داسې ډېرې خوږې خاطرې شريکې دي. زما د دې خواږه يار همدانن واده دى، زه ورته ته له خدايه خوږ او له عزته ډک ژوند غواړم او د ده د بلنې په غبرګون کې همدومره وايم:

ستا تر دره ستا تر وره درتګ سخت دى

وه حسينه جادوګره درتګ سخت دى

ستا اجمل د زمانې سترګو خوړلى

درتلاى نشي زوروره درتګ سخت دى